1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۵۰ زرو کسانو د کرونا د واکسین له امله ۱۰۰ ډالر ترلاسه کړي

۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعه

د کرونا واکسین لګولو په خاطر د امریکایي اتباعو د شمیر په کمیدو سره حکومت د خلکو د تشویق له پاره د نوو لارو چارو په لټه کې دی. په همدې دلیل په نیویارک کي ۵۰ زرو کسانو د ۱۰۰ ډالرو په بدل کي ځانونه واکسین کړل.

https://p.dw.com/p/3ywHd
USA Corona-Pandemie Impfzentrum Citi Field New York
انځور: Ron Adar/ZUMAPRESS/picture alliance

د نیویارک په ستر ښار کي چي ۸،۵ میلیونه انسانان پکښي ژوند کي، شاوخوا ۷۳ سلنه کسان واکسین سوي دي. په یوه نوي اقدام سره چي په تیره میاشت کي د دولت له خوا پیشنهاد سو، یعني د کرونا د واکسین په بدل کي د۱۰۰ ډالرو ورکول، شاوخوا ۵۰ زرو نورو کسانو هم د واکسین لګولو مرکزونو ته مراجعه وکړه. د نیویارک ښاروال، بیل دیبلاسیو له دغه ډول اقدام څخه د یوه ستر بري په توګه یادونه وکړه.

د امریکا ولسمشر جوبایدن په ټول هیواد کي له ایالتونو، ښارونو او ښاروالیو څخه غوښتي چي خلکو ته د واکسین د لګولو په بدل کي بیلابیلي تشویقي تحفې ورکړي.

نوموړي د امریکا له مالیې وزارت څخه هم غوښتي ول چي د واکسیناسیون د ډیریدو له پاره دي نوي انګیزې راپیدا کړي. بایدن ویلي چي: «که زموږ تشویقي تدابیر ددغه ویروس له ماتولو سره مرسته وکړي  نو باید له هغو څخه ګټه واخیستل سي.«

د کرونا د واکسین لګولو له پاره د خلکو د تشویقولو دغه طرحه د هغي ۳۵۰ میلیارډه ډالري بستې یوه برخه ده چي لا تر اوسه پر لاره نه ده اچول سوې. خو ډیری ایالتونه او ښاروالیاني د واکسیناسیون د پراخیدو له پاره په تشویقي برنامو اخته دي.

حکومت د واکسیناسیون د زیاتیدو له پاره د تشویق بیلابیلي لاري وړاندي کړي، په هغو کي د قرضو د پاڼو ورکول او یا هم بیلابیل سوغاتونه شامل دي.

په امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کي د کرونا واکسین ته د خلکو د تشویق له پاره په داسي حال کي هلي ځلي رواني دي چي بې وزله هیوادونه په پراخه پیمانه له دغه واکسین څخه محروم دي او په ایران کي څه د پاسه ۱۰۰ زره کورنۍ د واکسین د نشتوالي له امله په اصطلاح د حکومت له خوا د مرګ په سزا محکوم دي. په دغه هیواد کي د کرونا د تلفاتو اصلي شمیرې تر هغه ډیري لوړي دي لکه چي اټکل یی کیږي.

GP/BS/DW.Farsi