د امریکا تر ټولو ښایسته ملي پارکونه
په امریکا کي ۵۹ ملي پارکونه موجود دي. د کرونا تر بحران دمخه دغو پارکونو ته د امریکا او ټولي نړۍ څخه د کاله تر ۳۰۰ میلیونه ډیر کسان ورتلل. دلته د امریکا تر ټولو ښایسته ملي پارکونه په انځورونو کي وګورئ.
تر نورو ډیر تاریخي ملي پارک
د امریکا په اریزونا ایالت کي د "گرند کنین" (Grand Canyon) ملي پارک د غرونو سلسله ډیره تاریخي سابقه لري. د مځکي پيژندني د علم پراساس د دغوغرونو د ډبرو طبقې ملیونونو کلونو پخوانۍ زمانې ته رسیږي.
د ټولي نړۍ په سطحه لرغونی ملي پارک
د یلو سَتون (Yellowstone) ملي پارک د امریکا متحده ایالاتو او ټولي دنیا په سطح لمړنی ملي پارک دی، چي په ۱۸۷۲ م کال کي د امریکا د کانګرس لخوا افتتاح سو. په د غه پارک کي د ۴ څخه تر ۵ زرو پوري خزندې وجود لري. په ژمي کي هغوی ګرمو چینو ته ځي، تر څو خپل ځانونه تاوده وساتي.
تر ټولو نوی ملي پارک
د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کي د پینکلز (Pinnacles Nationalpark) ملي پارک په ۲۰۱۳ م کال کي تأسیس سو او د ملي پارک په نامه ثبت سوی دی.
تر ټولو لوی ملي پارک
د ورنګل سنت الایس (Wrangell St. Elias) ملي پارک د تقریبأ ۵۳ زره کیلومتره مربع مساحت په درلودلو سره د امریکا تر ټولو لوی ملي پارک دی. دغه پارک په خپلو ټولو طبیعي ذخایرو سره د جهاني کلتوري میراث جزء او د دنیا یوه تر ټولو لویه ښه ساتل سوې منطقه ده. دغه پارک د الاسکا په ایالت کي موقعیت لري.
تر ټولو لوړ ملي پارک
د دنالي (Denali) ملي پارک د الاسکا په مرکز کي موقعیت لري. دِنالي د هغه غره نوم دی، چي په دغه پارک کي دی او ۶۱۹۰ متره ارتفاع لري. د دغه پارک څخه د کاله تر ۴۰۰ زرو اضافه انسانان لیدنه کوي.
د یونسکو نړیوال میراث
د کلیفورنیا په ایالت کي د یوسیمیتی (Yosemite) ملي پارک په ۱۹۸۴م کال کي د یونسکو د جهاني میراث په لست کي شامل سو. دغه پارک د هغه د ګرانیت د لویو ډبرو، زلالو ابشارونو او رودونو، جګو ونو او د هغه د حیواناتو او ونو د رنګارنګۍ په لحاظ جهاني شهرت لري.
تر ټولو لوړ څوکي لرونکی ملي پارک
د برایس کنیون (Bryce Canyon) ملي پارک د امریکا د یوتا ایالت په جنوب غرب کي موقعیت لري. د ملي پارک په حیث د دغي منطقې د تعینولو دلیل په غرونو کي د هغو راوتلو جګو تیږو او څوکو ساتل دي، چي (د جګو میلو او پایو غوندي معلومیږي.) د برایس کنیون ملي پارک د بحر د سطحي څخه د ۲۴۰۰ څخه تر ۲۷۰۰ متره لوړ دی. د دغه پارک څخه تر کرونا دمخه د کاله یو ملیون انسانانو لیدنه کوله.
تر ټولو وچ ملي پارک
د "دیت والي" (Death Valley) یا «د مرګ درې» ملي پارک د امریکا تر ټولو وچ او ګرم ملي پارک دی. په دوبي کي د هغه ګرمي ۴۰ درجو سانتي ګراد ته رسیږي. خو پردې سربیره په دغه پارک کي ۳۶ مختلفي خزندې او ۳۰۷ مرغان ژوند کوي. دغه پارک همیشه داسي وچ هم نه وي. د پسرلي د بارانو پر وخت هغوی رنګارنګ ګلان او شګوفې کوي.
تر ټولو مرطوب ملي پارک
د اورگلېدز (Everglades) ملي پارک په شمال کي د اوکیچوبی (Okeechobee) د بحیرې او جنوب کي د فلوریدا تر نیمه جزیرې پوري غزیدلی دی. دغه پارک د هغه د رطوبت او وښو څخه ډکو چمنونو له کبله ډیر مشهوره دی. نوموړی پارک هم د یونسکو د جهاني میراث په لست کي شامل دی.
تر ټولو ډیر اورغورځونکی ملي پارک
د هاوای اورغورځونکی ملي پارک هم د یونسکو د جهاني میراث په لست کي شامل دی. د کیلاویا اورغورځونکی غر چي په دغه منطقه کي موقعیت لري، د ۱۹۸۰ لسیزي راوروسته د نړی یو ترټولو فعال اورغورځونکی غر دی. د هغه ویلي سوي مواد د غیر مسکوني سیمو څخه تیریږي او آرام سمندر ته ورلویږي.
تر ټولو زرغون ملي پارک
د کلیفورنیا د ریډ ووډ (Redwood) ملي پارک د نړی تر ټولو جګي وني لري. د «سکویا» یا «ماموت» ونو ارتفاع کله کله ۱۱۰ مترو ته رسیږي. دځینو دغو جګو اوغټو ونو قطر ۷ متره ته رسیږي او عمر یې زرو کلونو ته رسیږي.