«تاسي پوهیږئ، چي هغه لیونی دی»
۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبهویل کیږي چي د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، مارک میلي د کال په سر کي پټ احتیاطي تدابیر وضع کړي ول، تر څو پر اټومي وسلو باندي د هغه وخت د جمهوررئیس، دونالد ترمپ د قانوني اوامرو صلاحیت راکم کړي.
دا خبره رسنیو د یوه ناچاپ سوي کتاب په حواله کړې ده، په کوم کتاب چي د ترمپ د جمهوري ریاست د وروستي وخت په باب څېړني راغلي دي. دغه کتاب به د همدې سپټمبر میاشتي پر ۲۱ نشر سي.
د «خطر» په نامه دغه کتاب کي مشهور ژورناليسټ بوب ووډ وارډ او د واشګټن پوست تجربه کاره خبریال، رابرت کوستا لیکلي دي چي لوی درستیز میلي پر پارلمان باندي د همدې کال د جنورۍ میاشتي پر شپږمه باندي د ترمپ د طرفدارنو تر هجوم وروسته لړزیدلی وو. ځکه نو میلي دوې ورځي وروسته د جنورۍ پر ۸ باندي د اټومي قواوو د مسؤلو قوماندانانو سره سري جلسه دایره کړې وه، تر څو ډاډ حاصل کړي، چي بېله د هغه د اجازې څخه هیڅ نوع تهاجمي نظامي حمله باید صورت ونه نیسي.
میلي هغوی ته همدارنګه ویلي ول: «هر څه چي تاسي ته امر کیږي، تاسي باید جریان تعقیب کړی. په بل عبارت زه چي د دغه جریان جزء یم، باید خبر واوسم.»
د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر دریمه په انتخاباتو کي د ترمپ تر ناکامۍ وروسته د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتي تر شلمي پوري لا جمهوررئیس او د مسلحو قواوو سراعلی قوماندان وو. پوځ هم اصلاً د هغه له اوامرو سره د مخالفت اجازه نه لري. دغه خبره د امریکا په اساسي قانون کي پیشبیني سوې ده.
«بې ثباته جمهوررئیس»
د «خطر» لیکونکو پخپل کتاب کي د میلي او نمایندګانو د مجلس د رئیسي، نینسي پیلوسي تلیفوني شفاهي تذکرات هم اخیستل سوي دي. ویل کيږي چي دیموکراتي، نینسي په خپلو خبرو کي د ترمپ په باره کي د میلي او اردو د جلسې په باب ویلي دي: «دوی پوهیږي چي هغه لیونی دی. هغه له ډېر وخت راهیسي لیونی دی.» میلي، چي په ۲۰۱۹م کال کي د ترمپ له خوا د لوی درستیز په توګه مقرر سوی وو، نینسي یې د ټولو خبرو سره موافقت ښکاره کړی دی.
نینسي د سږکال په جنورۍ کي تر تلیفوني تماس وروسته مطبوعاتي اطلاعیه هم نشر کړې وه. په هغه کي یې ویلي وه، چي هغې د ميلي سره خبري کړي دي تر «څو د یوه بې ثباته جمهوررئیس» د دې کار مخنیوی وکړي چي «تهاجمي نظامي حمله شروع کړي او یا د اټومي حملې امر صادر کړي.»
میلي چي په دې منځ کي د اوسني جمهوررئیس، جو بایدن د لومړي نظامي مشاور په توګه ټاکل سوی دی، په هغه وخت کي یې د چین له لوی درستیز سره هم خبري کړي وې، تر څو پیکینګ ته د امریکا د یوې ممکنه حملې د نه کولو څخه ډاډ ورکړي.