د امریکا پر ګانګرس حملې ته د نړۍ د رهبرانو غبرګون
۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د امریکا د ګانګرس غړي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جو بايدن د بريا په رسمي تائيد باندې بوخت ول، د ترمپ پلويانو د ګانګرس پر ودانۍ حمله وکړه او ورداخل شول. تر هغې وروسته د ګانګرس ودانۍ تخلیه شوه. پر ځايي وخت د چهار شنبې ورځې تر غرمې وروسته، د ګانګرس غړو د امریکا د منتخب ولسمشر د رسمي تائيد بهير له سره پيل کړ.
په دغو تاوتريخوالو کې يوه ښځه د ګانګرس ودانۍ په منځ کې په ډزو ووژل شوه او درې تنو نور د عاجلو طبي خدماتو د ترلاسه کولو وروسته ساوې ورکړې.
چارواکو ويلي دي چې د دغو تاوتريخوالو په تړاو، لږ تر لږه ۵۲ کسان نيول شوي او د پولیسو له خوا وسلې هم ضبط شوي دي. په عین وخت کې ټويټر او فیسبوک د دونالد ترمپ پاڼې په موقتي توګه په تعلیق کې راوستلې.
د نړۍ رهبرانو دغې پيښې په اړه خپل غبرګونونه ښکاره کړي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس ويلي دي چې دغه پيښه د ديموکراسۍ د تحقيرولو ښکارندوي کوي.
هغه په خپل ټويټر ليکلي دي: «د ديموکراسۍ دښمنان به د واشنګټن ډي سي له دغو د نه باورکونکو انځورونو له ليدلو څخه خوند واخلي.» ماس زیاته کړې ده، «فتنه اچونکې خبرې اوس د تاوتريخوالو پر اعمالو باندې واوښتې.»
هایکو ماس ليکلي دي: «ترمپ او د هغه پلويان باید په نهايت کې د امریکايي رای ورکوونکو تصميم ومني او د ديموکراسۍ تر پښو لاندې کولو ته د پاي ټکی کيږدي.»
د بریتانيا لومړي وزير، بوریس جانسن، دغه واقعه يوه «رسوايي» ښودلې او د واک د سوليز انتقال غوښتونکی شوی دی.
د فرانسې لومړي وزير، امانوئل ماکرون بیا د امريکا پر ګانګرس د حملې په غبرګون کې ويلي دي چې هغه په امريکا کې د ديموکراسۍ پر استحکام باندې باورمند دی.
د اروپايي اتحاديې کمیسيون مشرۍ اورزولا فون دير لاين او د دغې اتحاديې د شورا رئيس شارلي ميشل په ګډون، د دغې اتحاديې مشرانو هم د امریکا پر ګانګرس حمله غندلې او په امریکا کې يې د واک د سوليز انتقال غوښتنه کړې ده.
د کاناډا لومړی وزير «په ژوره ځوريدلی او خواشينی شوی دی.»
د کانادا لومړي وزير جستين ترودو ويلي دي چې هيواد يې په واشنګتن کې له شوي تاوتريخوالي «په ژوره توګه ځوريدلی او خواشينی شوی دی.» ترودو پر خپل ټويټر ليکلي دي. «تاوتریخوالی هيڅکله نشي کولای د خلکو د ارادې پر ملغا کېدو بريالی شي.»
د سويډن لومړي وزير ستيفن لوفن، هم د امریکا پر ګانګرس باندې حمله غندلې ده. هغه ويلي دي: «ولسمشر دونالد ترمپ او د کانګرس ځيني غړي د هغه څه پر وړاندې چې پيښ شوي د پام وړ مسئوليت پر غاړه لري. په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ديموکراتيکې پروسې ته باید درناوی وشي.»
د ناټو سازمان مشر، ينس ستولتنبرګ، په واشنګتن کې دغه «ټکان ورکوونکې شيبې غندلي او ټينګار يې کړی چې د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو پايلو ته باید درناوی وشي.»
د امريکا د پخوانيو ولسمشرانو غبرګون
د امریکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر جورج بوش او میرمن يې لورا بوش د امریکا پر کانګرس حمله باندې خپله ژوره خواشيني ښکاره کړې ده. بوش ويلي دي چې دغه کړنې، «د هغو کسانو له خوا ترسره شوي چې احساسات يې پر درواغو او ناسمو هیلو وجد ته رسيدلي دي.»
د امریکا بل پخواني ولسمشر، بارک اوباما، بیا ترمپ د تاوتريخوالو تحریک کولو باندې تورن کړ. هغه د کانګرس په ساختمان کې د تاوتريخوالو ترسره کول، «د امريکا له پاره د لويې بدنامۍ شیبه او د امریکا خلکو له پاره شرموونکی عمل» وباله
Af/pa (dpa, AP, Reuters) /m.k.s/n.z