جنسي ازار: د امریکا يو پوهنتون یو ميلیارد ډالره تاوان ورکوي
۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعهد جنوبي کلفورنیا د دغه پوهنتون تر ۷۰۰ اضافه ښځینه محصلینو ددغه پوهنتون د ښځو د کلینیک ډاکتر په جنسي ازار تورن کړی دی. د دغو محصلینو د مدافع وکیل په حواله، پوهنتون یې قبوله کړې ده، چي هغوی ته به ۸۵۰ ميلیونه ډالره جبران خساره ورکوي. دغه مبلغ د لاس انجلس د یوې محکمې د حکم پراساس تعیین سوی وو.
خو اوس د همدغه پوهنتون له خوا د یوې بلي ډلي محصلینو شکایت هم منل سوی او هغوی ته به هم ۲۵۰ ميلیونه ډالره حواله سي. د محصلینو مدافع وکیل، ګلوریا آلرد ویلي دي چي د جنسي ازار له کبله د دومره لوړ مبلغ تادیه کول د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کي تر ټولو ډیر مبلغ دی، چي یو پوهنتون یې ورکوي.
د دغه پوهنتون د ښځو پخوانی ډاکتر، جرج تیندال متهم دی، چي د درو لسیزو په موده کي یې له په سونو مریضانو سره بدرفتاري کړې او جنسي آزار یې ورکړی. ډاکتر د ښځو د جنسي آلو او سینو څخه عکسونه اخیستي، هغه یې افشأ کړي او د ځینو په مقابل کي یې راسیسټي کلمات هم استعمال کړي دي.
پرهغه باندي اوس د جنسي ازار په سبب محکمه دایریږي. که پر هغه باندي دغه ټوله تورونه به اثبات ورسیږي، نو هغه به په ۵۰ کلونو بند محکوم سي. خو هغه تر اوسه پوری ټوله تورونه رد کړي دي.