کماله هریس څوک ده؟
کماله هریس نه یوازې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیالي په توګه، بلکې په خپل مسلک کي هم ډېر وخت لومړنۍ ښځه وه چي بیلابیل بریالیتوبونه یې لرلي دي. آیا هغه به اوس د امريکا لومړنۍ ولسمشره سي؟
د یوې مهاجرې کورنۍ ماشومه
کاملا دیوي هریس، د ۱۹۶۴م کال د اکتوبر پر ۲۰ مه د کلیفورنیا په اوآکلند کي زېږېدلې ده. د هغې پلار دونالد جي. هریس، له جمایکا څخه یو نامتو اقتصاد پوه وو. مور یې شیمالا گوپالان، نومیده چي له هند څخه وه او په امریکا متحده ایالاتو کي یې د سینې د سرطان د تشخیص په یوه مرکز کي کار کاوه. کاملا په دغه انځور کي د خپلي مور په یوه لابراتوار کي لیدله کیږي.
«هغې زه د یوې ویاړلې او قوي تور پوستي په توگه روزلې یم»
د هغې مور او پلار سره جلا سوي وه، په انځور کي کیڼې خواته ولاړه، د کاملا او خور مایا روزنه د هغوی مور چي په ۲۰۰۹م کال کي مړه سوې، پرغاړه واخیسته. د کاملا په خبره هغې موږ د ویاړلو او قوي تور پوستو ښځو په توگه روزلې یوو. هریس په ۲۰۲۰م کال کي د خپلي وینا په ترڅ کي ویلي ول: هغې موږ ته وښودل چي خپله هندۍ ریښه وپیژنو او په هغې وویاړو.د هغې کورنۍ د لنډ وخت له پاره د کاناډا په مونتریال کي هم اوسیدلې ده.
د راسیزم پر وړاندي احتجاج
د کاملا هریس والدین د مدني حقونو په غورځنگ کي فعالان ول. دا کار د هغې پر مسلک هم ډیر اغیز وکړ. لکه څنگه چي دلته ښی خواته لیدله کیږي، هریس د یوې ۱۸ کلني په توگه د آپارتاید ضد مظاهره کي گډون کوي. په همدغه وخت کي هریس په واشنگټن ډي سي کي د هاوارډ په پوهنتون کي خپل د تحصیل لومړۍ دوره پای ته رسولې وه.
د وکیلي په توگه د هغې لومړۍ مسلک
هریس په ۱۹۸۶م کال کي د واشنگټن په هاوارډ شخصي پوهنتون کي خپل د بچلر زده کړی پای ته ورسولې او درې کاله وروسته یې د کلیفورنیا د سان فرانسسکو په دولتي پوهنتون کي د حقوقو په برخه کي خپلي لوړي زده کړي پیل کړې. په ۱۹۹۰م کال کي د کلیفورنیا د وکیلانو په ټولنه کي ومنله سوه او کولای یې سول د وکیلي په توگه کار وکړي.
«په لومړي ځل» لومړنۍ ښځه
کله چی هریس د سان فرانسسکو سیمه ایزه څارنواله سوه، نو دا په ۲۰۰۴م کال کي اول ځل وو چي دغه دنده دي یوه ښځه پرغاړه واخلي. په منځ کي ولاړه د کاملا مور د خپلی لور د لوړې کولو مراسمو پر وخت د "Bill of Rights" یا حقوقو د منشور یوه کاپي په لاس کي نیولې ده. په اساسي قانون کي دغه لس تعدیلات د یوې آزادي ټولني په چوکاټ کي د متحده ایالاتو اوسیدونکو ته د نه انکار وړ اساسي حقونه تضمینوي.
په کلیفورنیا کی لومړنۍ تورپوستې لویه څارنواله
په ۲۰۱۱م کال کي هریس د امریکا متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت لویه څارنواله سوه. دا اول ځل وو چي یوه ښځه او هغه هم یوه تورپوستې دا ډول یوه دنده پرغاړه اخلي. د هغې د دندي پر وخت ځیني کړکیچونه هم رامنځته سول. هغې د امنیې قومندانې په توگه د اعدام سزا رد کړه، حتی د هغو کسانو له پاره هم چي پوليس يې وژلي ول.
په سنا کي د کلیفورنیا د ډیموکراټانو استازې
په ۲۰۱۶م کال کي هریس په کلیفورنیا کي د دیموکراټانو د سناتوري په توگه وټاکل سوه. هغې د لویی څارنوالې په توگه له خپلي دندې لاس واخیست. په دغه انځور کي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر د هغه وخت مرستیال جوبایدن په ۲۰۱۷م کال کي د کاملا هریس د لوړې کولو پر وخت لیدل کیږي. دا ځل د هغې خاوند دوگلاس ایمهوف هم ورسره ولاړ دی.
جو بایدن او کاملا هریس د سیالانو په توگه
فقط دوه کاله وروسته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال بایدن او سناتوره هریس، د سیاسي سیالانو په توگه سره مخامخ سول: د دیموکراټانو د گوند د ولسمشرۍ د کاندید له پاره، دلته په یوې ټلویزیوني مناظرې کي یو بل کاندید بیرني ساندرس، سره لیدل کیږي. د گوند په دننه کمپاین کي بایدن او هریس قوي حریفان بلل کیدل.
د امریکا د ولسمشر د مرستیالي په توگه لومړنۍ ښځه
هریس بلاخره د دیموکراټانو له خوا د ولسمشرۍ د کاندیدې په توگه د رایو د لږ شمیر له امله خپله غوښتنه بیرته واخیسته او د جو بایدن ملاتړ يې وکړ. بایدن د دیموکراټانو له خوا کاندید سو او کاملا هریس یې د خپل بري په صورت کي د مرستیالي په توگه وټاکله. دیموکراټانو په ۲۰۲۰م کال کي د بایدن او هریس په موجودیت د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکني وگټلې.
سخته دنده، هریس او مهاجرت
تر ټولو لومړنۍ دنده چي بایدن خپلي مرستیالي ته وسپارله، د مهاجرت موضوع وه. هریس باید له جنوبې هیوادونو څخه د مهاجرت مخنیوی وکړي. د هغې هلوځلو نوموړې، د مرکزي امریکا بیلابیلو هیوادوته د تگ له پاره وهڅوله، په دغه انځور کي د گواتیمالا له جمهور رئیس جیاماتي، سره لیدله کیږي. خو له سرحدونو څخه د غیر قانوني مهاجرتونو کچې خپل نوی ریکارډ ټینگ کړی دی. جمهوري غوښتونکو له دې امله پر هریس باندي سخت انتقاد وکړ.
د اوکراین قوي ملاتړ کوونکې
د جو بایدن په څیر هریس هم له اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو د مرستو او د روسیې د یرغل پر وړاندي د مبارزې ملاتړ کوونکې ده. د ولسمشر د مرستیالي په توگه هغې په وار وار د »روسیې کړني« ظالمانه او »غیرانساني« بللي دي. هغې په توقیف کی د اپوزیسیون د مشر الکسې ناوالني، مړینه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د »وحشت یوه بله نښه« بللې ده.
هریس د امریکا د لومړنۍ ولسمشرې په توگه څومره چانس لري؟
که دیموکراټان، هریس د ولسمشرۍ له پاره د خپلي کانديدي په توگه وټاکي، نو هغه د خپلی انتخاباتي مبارزې له پاره یوازي درې میاشتي وخت لري. سره له دې، د هریس د کاندید په هکله د بایدن تر وړاندیز څو ساعته وروسته څه د پاسه ۵۰ میلیونه ډالر بسپینې راټولي سوې. له یوې خوا به هریس د خارجي ریښې لرونکي کسان رایو ورکولو ته وهڅوي او له بلي خوا به د نژادي او جنسیتي تبعیض له امله ځیني ستونزي هم پر ځان ومني.