1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ «شورش ته په هڅولو» تورن شوی

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

د امريکا د استازو مجلس غړيو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د استيضاح مصوبه په رسمي ډول سنا مجلس ته وړاندې کړه .نوموړی د متحده ايالاتو د قانون جوړونکو له خوا « شورش ته په هڅولو» تورن شوی دی.

https://p.dw.com/p/3oPvh
USA | Nancy Pelosi hält den Artikel der Amtsenthebung gegen Präsident Donald Trump
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو پخواني جمهور رئيس د استيضاح کولو دویمه مصوبه په رسمې ډول د امريکا سنا ته وړاندې شوې ده. د استازو مجلس په دې مصوبه کې ترمپ »شورش ته په هڅولو« تورن شوی دی.

دیموکراتان د جنورې پر شپږمه نيټه پر د کانگرس پر ودانۍ باندې د ترمپ د پلويانو له خوا يرغل کې په خپله ترمپ ګرم ګڼې. په دغه بريد کې پنځه کسان چې يو پوليس هم پکې شامل وو، وژل شوي وو.

که څه هم ترمپ نور جمهور رئیس نه دې، خو د سنا له خوا د دغه استيضاح منل کيدلو سره به ترمپ د ټول عمر له پاره د امريکا په دولت کي د مسئوليت لرلو څخه محروم کړل شي.

اړونده موضوع: امريکا: دموکراتان د ترمپ پر پرځولو ټينګار کوي

د استيضاح په بهیر کي د سنا استازې د منصفه هيئت نقش لري او د ترمپ محکومولو په اړه باید پريکړه وکړي. له همدې کبله د استازو دوه په دريمه برخه يې بايد د استضاح له پاره راي ورکړې. په دي ډول د جمهوري غوښتونکو لږ تر لږه ۱۷ استازي او ورسره د ديموکراتانو ټول استازي باید د هغه د استيضاح سره موافق اوسي.

ترمپ د امريکا لومړي جمهوررئيس دی چې دوه ځلي استيضاح کيږې. لومړۍ استيضاح يې د هغه له قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستو له وجې وه چې د سنا په جرګه کې رد شوه.

زموږ له آرشيف څخه: