انځورونه: د بايدن د بريا تر اعلان وروسته د امريکا واټونه
د امريکا او نړۍ خلک د امريکا د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته په انتظار کې ول. دغه انتظار د شنبې په ورځ (د نومبر ۶مه) پای ته ورسيده. د جو بايدن د بريا تر اعلان وروسته، د هغه او د دونالد ترمپ پلويان د ښار واټونو ته راووتل.
د بايدن د بريا اعلان
په ويلمينګون کې جو بايدن او کاملا هريس د خپلې بريا تر اعلان وروسته د امريکا خلک يووالي ته راووبلل.
د امريکا په انتخاباتو کې د جو بايدن د بريا اعلان
وروسته له هغې چې د جو بایدن د بريا اعلان خپور شو، خلک د ښارونو واټونو ته راووتل. دلته اولارندو دی. د بايدن پلويان.
د امريکا په انتخاباتو کې د جوبایدن د بريا اعلان
ویل شوي چې ۳۰ سلنه خلک ترمپ سره د مخالفت درلودلو له کبله د راي ورکولو مرکزونو ته تللي ول او بايدن ته رايې ورکړي دي.
بې سارې پايله
وړاندوينه کيږي چې د بايدن ټولې راېې له ۷۵ ميليونو څخه هم واوړي. دا ډول انتخاباتي پایله د امريکا په تاريخ کې سابقه نه لري.
شيکاګو کې کې د بريا جشن
دموکراټانو تقریبا د امريکا په اکثريت لويو ښارونو کې د رايو اکثريت ګټلي دي. دلته په شيکاګو کې د بايدن پلويان په ښار کې د ترمپ پر وړاندې د هغه بريا لمانځي.
د انتظار پاي
په واشنګتن کې هم خلک د بايدن د بريا تر اعلان وروسته واټونو ته راووتل. ټول خلک د «سي ان ان» او «اسوشتيد پریس» له خوا د پايلو اعلان ته په انتظار کې ول.
پنسلوانيا
په پنسلوانيا ایالت کې هم د بايدن رايې ډيرې شوې. په دغه ښار کې هم د بايدن پلويان خوښ دي.
فیلادلفیا
فيلادلفيا ښار د بايدن په بريا کې رول درلود. د دغه ښار په ګډون د امريکا په اکثرو لويو ښارونو کې خلکو د بايدن په ګټه راېې ورکړې.
ترمپ او په انتخاباتو کې ېې ماته
ترمپ حتی د انتخاباتو د پايلو تر اعلان وروسته هم خپله ماته نه منله. خو په اصل کې د امريکا انتخاباتو د دغه هیواد د خلکو په برخليک کې بدلون راوست. ترمپ پر ټويټر يو ځل بيا د خپلې بريا اعلان وکړ. دلته لاس انجلس دی.
فيلادلفيا
امریکا په دوو برخو ويشل شوې. د ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې دغه درز نور هم ژور شو. خو د شنبې ورځې د انتخاباتو د پايلو اعلان د امريکا ښارونو ته نوې څيره ورکړه. دلته فيلادلفيا ده او خلک خوشالي کوي.
د ترمپ پلويان
د جو بايدن د بريا تر اعلان وروسته، د دونالد ترمپ پلويان هم ښارونو ته راووتل، خو دوی د اعتراض په بڼه راووتل او په انتخاباتو کې ېې د درغليو خبرې کولې.
د ترمپ پلويان غوصه دي
د ترمپ يو شمير پلويان د ترمپ له خوا د هغه د بريا له اعلان څخه ملاتړ کوي. دوی د «انتخاباتو په نتايجو کې د غلاو» څخه خبرې کوي. که څه هم په اريزونا ایالت کې بايدن ډيرې راېې ګټلې، خو د ترمپ پلویان هم راوتلي وو.
چين او د امريکا انتخابات
د ترمپ پلويان د «قانون او نظم» او همدارنګه د هغه د حکومت د بهرني سیاست څخه دفاع کوي. دلته په ميلواکي کې د ترمپ يو شمير پلويان ادعا کوي چې بايدن د چين یوه مهره ده.
د ترمپ پلويان
د ترمپ پلويان مختلفي څيرې لري. د مذهبي ځواکونو څخه نيولې تر ښې اړخي افراطي ډلو پورې. دلته د «قهرجنو وايکينګانو» په نوم يوه ډله ليدل کيږي. دا د پنسلوانيا ایالت د هاريسبرګ ښار دی. همدا د پنسلوانيا ايالت وو چې بايدن ېې بريا ته ورساوه.