امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ
۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سهشنبهلویید استین د په اصطلاح اوکراین د تماس ډلي سره د لیدو پر وخت ټینګار وکړ چي اوکراین ته به نور لازم نظامي تجهیزات ورکوي او د امریکا متحده ایالات او ناټو د خپلو دغو کومکونو د دوامداره ورکولو ضمانت کوي.
په خبره یې دغه ګډ قاطعیت به په راتلونکو هفتو کي د اوکراین دفاعي وضعیت لا ډیر پر تحرک راولي او تقویه کړي. موږ به د اوکراین سره کومک وکړو چي د روسیې د پسرلني عملیاتو په مقابل کي ودریږي او مخته ولاړ سي. استین همدارنګه وویل، روسیه په ناکامۍ سره کوښښ کوي چي د غربیانو اتحاد او قاطعیت «مات» کړي.
پدې ارتباط یو بل مطلب: ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي
د تر۵۰ هیوادونو پوري د بروکسل خبري د په اصطلاح رمشټاین ډول، کوم چي د جرمني په راین لنډ فالتڅ ایالت کي د امریکا د هوايي اډې په نامه نومول سوی دی، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لویید استین له خوا یې رهنمايي کیږي.
دلته خبره تر ټولو دمخه اوکراین ته د وسلو د لیږلو د تنظیم پرسر ده. په دغه ملاقات کي د اوکراین د دفاع وزیر، اولیکسی ریزینیکوف هم برخه اخیستې ده. د جنګي ټانکونو تر ورکولو وروسته اوکراین اوس د غرب له خوا ورته د جنګي جیټ طیارو د ورکولو کوښښ هم کوي.
اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو د مرمیو فرمایش ورکول سوی
جرمني اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو د نورو مرمیو فرمایش ورکړی دی. دغه خبره د دغه هیواد د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د اوکراین د تماس ډلي سره د ملاقات پر وخت وکړه. دا پدې معنی چي «موږ به اوس بیرته بیله وقفې څخه د په اصطلاح جنګي ټانکونو د مرمیو تولید په خپلو فابریکو، یعني د راین میټال سره شروع کړو. او هغه به سمدلاسه شروع سي».
د اوکراین په جنګ کي د شاملیدو په هکله یو مطلب: آیا المان په اوکراين کې د جګړې په یوه «اړخ» بدلیږي؟
د مرمیو د ورکولو قراردادونه په جرمني کي د اوکراین د نمایندګانو له خوا امضأ سوي دي. جرمني د پروسږکال دوبي راهیسي جنګي ټانکونه اوکراین ته لیږي. خو د هغوی مرمۍ لږ دي. د نوو مرمیو د تولید په خاطر د راین میټال تسلیحاتي شرکت یوه بله فابریکه اوس په نیدرزاکسن ایالت کي جوړه کړې ده.
زیلنسکي د نورو تسلیحاتو د ورکولو هیله مندي لري
د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د اوکراین د تماس ډلي د جلسې پر مهال د داسي تصمیم نیولو امیدواري لري چي هیواد ته به یې نوري وسلې هم ولیږل سي. هغه د خپل ویدیويي پیغام له لاري وویل: « موږ پردې باندي کار کوو چي زموږ ټولي معاملې زموږ د ملګرو له خوا د تسلیحاتو د ورکولو پر قراردادونو باندي راوګرځي او هغه منعکس کړي».
د زیلنسکي اشاره نن سه شنبه په بروکسل کي د اوکراین د تماس ډلي جلسې ته وه، خو د پروسږکال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پردغه هیواد باندي د روسیې د حملې د یوکال پوره کیدو په مناسبت لا ډیرو خبرو ته هم وه. زیلنسکي وویل، چي نوی دوه اړخیزه خبري او ملاقاتونه هم پلان سوي دي».
زموږ د آرشیف څخه یو تصویري البوم: