امريکا له عراق څخه خپل عسکر باسي
۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبهامريکا متحده ایالاتو او عراق توافق کړی دی چې د امريکا پوځي ځواک او د داعش ضد ائتلاف کولی شي چې له دغه هيواد څخه ووځي. خو د دې ځواکونو د ایستلو نېټه نه ده مخشصه شوې.
واک ته د جو بايدن تر رسیدو وروسته د عراق او امريکا په لومړيو مذاکراتو کې دواړو هيوادونو تائيد کړې ده چې د عراق پوځ د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د دواړو اړخونو ترمنځ د ترسره شويو خبرو اترو وروسته د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې امريکایي ځواکونه او داعش ضد ائتلاف به د عراقي عسکرو د روزنې او مشاورت دنده پر غاړه ولري او په دې توګه به پاتې جنګي ځواکونه تر هغه وخت په عراق کې پاتي وي څو یې په فني مذاکراتو کې د وتلو نېټه مشخصه شي.
له عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو اعلان په داسې حال کې کيږي چې په ایران پورې تړلي شيعه مليشې کابو هره ورځ په عراق کې پر امريکایي عسکرو د توغنديو بریدونه کوي او همدا څه لامل شول چې جو بایدن په سوريه کې په ایران پورې پر تړلو ډلو د هوايي بريدونو امر صادر کړي.
اړونده موضوع: د عراق يوې محکمې د ترمپ د نیولو امر کړی
خو عراق له امريکا متحده ايالاتو او ایران سره په خپلو اړيکو کې د يوه باريک انډول په ساتلو توانیدلی دی. په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په امر په بغداد کې د قاسم سليماني تر وژلو وروسته، د عراق حکومت له خپل هيواد څخه د امريکایي عسکرو د ايستلو غوښتنه تکرار کړه.
خو بايدن اوس د هغه څه د ختمولو په لټه کې دی چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ «نه ختميدونکې جګړه» بللې وه. دې چلن ته د ادامې په موخه بغداد او واشنګټن اوس توافق کړی دی چې د داعش پر ضد مبارزه به د عراق پوځ کوي.
د عراق دولت بيا د دې په مقابل کې ژمنه کړې ده چې په دغه هيواد کې د امريکا د پوځي اډو حفاظت او امنيت به تضمينوي.
زموږ له آرشيف څخه: