امریکا د وسلو پروګرام پر ۲۶ ملاتړ کوونکو شرکتونو بندیز لګولی
۱۴۰۳ آبان ۱, سهشنبهد امریکا د سوداګرۍ وزارت له خوا د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۱ نیټه) د خپرې شوې اعلامیې پر اساس پر کومو ۲۶ شرکتونو چې بندیز لګول شوي دي، اکثره یې په پاکستان، چین او متحدو عربي اماراتو کې موجود دي.
دغه شرکتونه د صادراتي توکو له کنترول څخه په سرغړونې، د خطرناکو وسلو په پروګرامونو کې د ښکیلتیا یا پر روسیې او ایران د امریکایي بندیزونو او صادراتي کنترول څخه د ځان په بچ ساتلو تورن دي.
ظاهراً د «بندیزونو په لیست» کې له شاملولو وروسته دغه سوداګریزي کمپنۍ د حکومت له اجازې پرته، نه شي کولی چې امریکایي توکي او ټکنالوژي ترلاسه کړي.
د صنعت او امنیت په چارو کې د سوداګرۍ مرستیال وزیر الن اسټیوز، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «موږ له بدو لوبغاړو څخه د امریکا د ملي امنیت دفاع له پاره محتاطه یو.»
نوموړي زیاته کړه «زموږ ننني اقدامات د بد نیت لروونکو لوبغاړو ته د دې پيغام ورکول دي چې که هغوي زموږ د کنترول څخه سرغړونه کوي، نو دوی به یې بیه پرې کوي.»
په پاکستان کې ۹ شرکتونه لادمخه په تور لیست کې دي
په پاکستان کې ۹ بنسټونه په دې تورن شوي دي، چې د انجینري څیړنو شرکتونو ته یې چې لادمخه په تور لیست کې ول، تدارکات برابرول.
د دې ډلې په هکله ویل کیږي چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې یې اصلي مصرفوونکو له پاره، په کوم کې چې د کروز توغندیو او ستراتیژیک ډرونو پروګرام د پرمخ بیولو یو پاکستانی شرکت هم شامل دی، د نوم په پټ ساتلو سره امریکایي توکي خریداري کړي دي.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې د سوداګریزو شرکتونو دغه فعالیتونه د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د ګټو خلاف دي.
د چین ۶ شرکتونه په دې فهرست کې شامل دي
د چین شپږ نور شرکتونه په دې فهرست کې شامل کړای شوي، کوم چې د چین د نظامي برخې په عصري کولو یا د ایران د وسلو او ډرونونو له پروګرام سره یې د مرستې له پاره امریکایي توکي پیرلي دي.
امریکایي چارواکي وایي چې متحده عربي اماراتو درې او د مصر یوې کمپنۍ په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د امریکا له حملې وروسته له لګول شوو بندیزونو څخه د ځان ساتلو په خاطر امریکایي تجهیزات ترلاسه کړي یا یي د ترلاسه کولو کوښښ کړی دی.
په همدې منځ کې بیا یو کاناډایي شرکت د بندیزونو له لیست څخه ایستل شوی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز