1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ولې امي بېريت سترې محکمې ته نومولې ده؟

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

قضاوت پوهه امي کونې بېريت ښايي‌ د امريکا په ستره محکمه کې د ليبرالې قاضۍ روث ګينزبرګ ځای ونيسي.‌ بېريت ډېره محافظه کاره، خو ورسره مهربانه او سخاوتمندانه هم بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/3j3kO
Washington Trump Vorstellung Supreme Court Richterin Nominierte Amy Coney Barrett
انځور: Carlos Barria/Reuters

هغه د جنين د سقط مخالفه او ډېره مذهبي ده چې کېدای شي ډېر ژر به له نورو قاضيانو سره يو ځای د متحده آيالاتو په ستره محکمه کې د دغه هېواد د قضا لوری تعيين کړي: امي کونې بېريت چې د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۷مه)‌ د روث بيدر ګينزبرګ د ځای ناستې په توګه معرفي‌ شوه.

په داسې حال کې چې ګينزبرګ د ښځو د حقونو او آزادۍ مخکښه څېره وه، اوس کاتوليکي بېريت نه يوازې له محافظه کارې، بلکې له ډېرې مذهبي امريکا څخه هم استازيتوب کوي. داسې ښايي چې د هغې نومېدنه به اوس د امريکا په متحده آيالاتو کې جاري کلتوري شخړه نوره هم پسې توده کړي. دا ځکه چې بېريت نه يوازې د دې کلک مخالفت کوي چې ښځې دې خپله پرېکړه کوي چې آيا د اميندوارۍ په صورت کې خپل ماشوم دنيا ته راوړي که سقط‌ جنين ته ترجيح ورکوي، بلکې د اوباما په وخت کې د رامنځ ته شوې صحي‌ بيمې او د همجنس خوښونکو د واده سره هم مخالفت کوي. د دې پر ځای هغه د وسلو د درلودلو او د دوديزو کورنيو د تصور پلويتوب کوي.

د امريکا د سترې محکمې ليبراله قاضي ګينزبرګ مړه شوه

د «الهي نظام» د جوړولو هدف

په تېره دموکراتان اوس اندېښنه لري چې بېريت به خپلې مذهبي عقيدې په ستره محکمه کې د قاضي په توګه په خپلو پرېکړو کې هم ورګډې کړي. کله چې دا د نوتره دام په نوم په کاتوليکي پوهنتون کې د حقوقو پروفيسره وه، نو په يوه ليکچر کې يې وويل چې په قضا کې دنده او کاري ژوند يوازې «هدف ته د رسېدو يوه وسيله» ده او اصلي‌ موخه به دا وي چې «الهي نظام جوړ» کړای شي. په دغې جملې باندې تر نن ورځې پورې نيوکې دوام لري.

آ./ن.ص./ا.ا.