1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د وتلو پر مهال د ګډوډيو پړه پر ټرمپ واچول شوه

۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو په يو حکومتي راپور کې راغلي دي چې له افغانستان څخه د وتلو پر وخت د ګډوډيو مسئوليت د ټرمپ پر غاړه دی. د راپور له مخي د افغانستان تر تخليې مخکي لا بايد د وګړو رايستل پيل شوي وای.

https://p.dw.com/p/4Pocb
Afghanistan Kabul Airport Evakuierungen
له کابل څخه د انسانانو د تخليې پر وخت ډېره گډوډي رامنځته شوې وهانځور: AP/picture alliance

د جو بايډن ادارې د افغانستان د تخليې په هکله راپور بشپړه کړی دی. په دغه راپور کې له افغانستان څخه د وتلو پر وخت د زياتي ګډوډيو پړه د ټرمپ په مشرۍ پر مخکني حکومت اچولې ده.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اپريل ۶ نېټه) خپور شوی دی، پکې راغلي دي چې جو بايډن په خپلو پرېکړو کې ځکه «تر زياتې اندازې محدود» و، چې د ټرمپ له خوا داسي شرايط رامنځته شوي ول.

دغه راپور د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت شورا په مشرۍ د بيلو استخباراتي ادارو په همکارۍ چمتو شوی دی.

دغه هم ولولئ: طالبان: امريکا په ملکيانو باندې په بمبارۍ سره د دوحې هوکړه ليک نقض کړی دی

پر ولسمشر جو بايډن د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې په پای کې له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو پروسې او له کابل څخه د خلکو د رايستلو په ترڅ کې زياتې نيوکې شوي دي. د افغانستان تر تخليې دوې اونۍ مخکې وسله وال طالبان کابل ته داخل شول او د واک چارې يې په خپل لاس کې واخيستې. د افغانستان تر بشپړي تخليې څو ورځې دمخه د کابل په هوايي ډګر کې ترهګر بريد په لسونو افغانان او ۱۳ امريکايي عسکر ووژل.

 US-Überprüfung des Rückzugs aus Afghanistan
جان کيربي خبريالانو ته د راپور خلاصه وړاندې کړهانځور: John Kirby/REUTERS

«د قطر تړون يې لامل و»

راپور د بايډن د ولسمشر کېدو پر وخت په افغانستان کې د امريکا له پاره د واک د ناوړه وضعيت پړه پر جمهوري غوښتونکي سياستوال ټرمپ اچولې ده. ويل شوي دي چې کله چې بايډن سپيني ماڼۍ ته راغلی نو وسله وال طالبان له ۲۰۰۱م کال راهيسې په تر ټولو قوي پوځي حالت کې ول. زياته شوې چې دا په داسي حال کې چې په افغاسنتان کې هغه وخت صرف ۲۵۰۰ عسکر پاته ول چې د جګړې له پېل راهيسې دا په افغانستان کې د امريکايي عسکرو تر ټولو کم شمېر و.

د دې لامل د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د طالبانو سره د ټرمپ د ادارې له خوا د قطر تړون بلل شوی دی. په دغه تړون کې توافق شوی و چې امريکايي عکسر به د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر باسي. په بدل کې طالبانو ويلي ول چې پر امريکايي ځواکونو به بريدونه نه کوي.

د قطر د تفاهم په نتيجه کې بايد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور راکم کړل شوی وای. د راپور له مخې خو د ټرمپ له حکومت حکومت څخه بايډن ته هيڅ داسي پلانونه نه ول پاتي چې په افغانستان کې د پاته حضور ختمولو او د امريکايي وګړو او افغان همکارانو د رايستلو سره دي مربوط وای.

دغه هم ولولئ: امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

په راپور کې زياته شوې ده چې بايدن له طالبانو سره په همږغۍ د افغانستان د تخليې وخت اوږد کړ. د امريکا د ملي امنيت شورا د اطلاعاتي څانګې رئيس جان کېربي د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د دغه راپور په تړاو معلومات په يوه خبري ناسته کې وړاندي کړل.

له راپور څخه څرګنديږي چې جو بايډن له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو له پاره د چمتو والي نيولو په ترڅ کې د وخت د کمښت له کبله تر فشار لاندي و.

په راپور کې د امریکا د دفاع وزير لويد آستين د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر د ۲۸ نېټې نقل قول راوستل شوی دی. هغه ويلي ول چې داسي ښکاره معلومات يې لرل چې که امريکايان د قطر تړون عملي نه کړي، نو طالبان به پر امريکايانو بريدونو ته دوام ورکړي.

په نتيجه کې د اګست مياشتي پر ۳۱ نېټه آخري امريکايي عکسر له افغانستان څخه ووتل. له دې سره په افغانستان کې هغه نړيوال پوځي ماموريت پای ته ورسېد چې تقريباً شل کاله يې دوام وکړ. دغه جګړه د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کيږي.

Afghanistan Kabul |  Evakuierung am Hamid Karzai International Airport
د کابل هوايي ډگر دباندې په زرونو افغانان راټول شوي ول چې تخليه کړل شيانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS

«د کابل هوايي ډګر دراماتيکې صحنې»

کله چې وروستۍ امريکايي نظامي الوتکې له کابل هوايي ډګر څخه پورته کېدلې، نو په کابل کې خورا دراماتيکې صحنې رامنځته شوې. انسانانو حتی د امريکايي پوځي الوتکو په وزرو پوري ځانونه ټينګ کړي ول چې څو کسان پکښې مړه هم شول. په دې ترڅ کې د کابل هوايي ډګر دروازې ته په زرونو انسانان راټول شوي ول چې غوښتل يې له هيواده ووځي. په دغه حالت کې د اګست مياشتي پر ۲۶ نېټه ځانمرګی بريد وشو چې په لسونو انسانانو پکې مړه او ژوبل شول.

ټرمپ او د بايډن نورو سياسي مخالفينو د پنجشنبې په ورځ د دغه راپور پر څرنګوالي او پکې د پيښو د وړاندې کولو پر طرز  سختې نېوکي وکړې. ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» په خپل غبرګون کې بايډن او د په سپينه ماڼۍ کې د هغه همکاران هغه «احمقان» وبلل چې غواړي د «ناسمو معلوماتو» له لارې په افغانستان کې د خپلې «په لوړه اندازه ناوړه تسليمۍ» ټوله پړه پر ده واچوي. ټرمپ ليکلي دي: «بايډن مسؤل دی بل هيڅوک نه.»

د امريکا د استازو په جرګه کې د بانديو چارو کمېټې رئيس او د جمهوري غوښتونکي ګوند سياستوال، مايکل مک کاول په ليکلې بڼه خپل غبرګون ښودلی دی. هغه ليکلي دي: «ولسمشر بايډن د وتلو فيصله وکړه او دقيقه نېټه يې وټاکله. د پلان جوړولو او عملي کولو پر وخت د سترو تېروتنو پړه د هغه پر غاړه ده.»

دغه هم ولولئ: طالبان: امريکا له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې

کيربي ويلي دي چې بايډن د امريکا متحده ايالتو د ټولو نظامي ماموريتونو د اوامرو مسؤليت پر غاړه لري. هغه زیاته کړه چې بايډن البته مخ پر وړاندې په دې آند دی چې له افغانستان څخه د وتلو امر درست و. په وينا يې امريکا په ستراتيژيکه توګه اوس تر پخوا په بهتر او قوي دريځ کې واقع ده، ځکه چې په افغانستان کې په مځکنۍ جګړه کې ښکېله نه ده.

د هغه په وينا له همدې امله امريکا کولای شي د اوکراين ملاتړ وکړي، په نړيواله توګه خپل امنيتي مسئوليتونه پوره او د چين سره سيالي وکړي. هغه له افغانستان څخه له ۱۲۴ زرو زياتو انسانانو خوندي رايستل يوه بريا وبلله.

د ۳۰۰ زرو افغان عسکرو او امنيتي کسانو جګړه نه کول

کيربي وويل دا چې له افغانستان څخه د وتلو په صورت کې به دا ډول دراماتيک وضعیت رامنځته کيږي، چا يې وړاندوينه نه شوای کولای. د هغه په وينا نه له کابل څخه د افغان ولسمشر تېښته او نه په کابل کې د طالبانو د واک نيونه د استخباراتي ادارو له خوا پيشبيني شوي ول. د هغه په وينا دا هم مخکې نشوای پيشبيني کېدلای چې ۳۰۰ زره روزل شوي مجهز افغان عسکر او امنيتي کسان به د خپل هيواد له پاره جګړه نه کوي. کيربي وويل چې افغان حکومت ورته بل شانته تضمين ورکړی و.

د پنجشنبې په ورځ د راپور خلاصه شوې بڼه خپره شوه. د امریکا متحده ايالاتو حکومت له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په تړاو د پلټنې امر ورکړی و. ويل شوي دي چې د دغه پلټنې پايلي او راپور به يې و کانګريس ته وړاندي کړل شي. زياته شوې ده چې له دغه حالت څخه باید زدکړه شوې. په راپور کې راغلي دي چې که د ماموريت په ځای کې امنيتي وضعه خرابه شي نو اوس وختي وتل غوره بلل کيږي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل