1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تحليل: ناټو د افغانستان په هکله له سخت انتخاب سره مخامخ ده

۱۳۹۹ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې تر کابو دوو لسیزو حضور او میلیاردونو ډالرو په مصر ف سره، ناټو او امریکا له ګډې ستونزې سره لاس او ګریوان دي او هغه له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو موضوع ده، داسې اخراج چې افغانستان پکې زیان ونه ویني.

https://p.dw.com/p/3pRbn
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د پخوانۍ ادارې له لوري له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بیړني اخراج افغانان اندیښمن کړي ول، داسې برخلیک چې ښايي دوی د جګړو او نا امنیو له کبله لا ډېر کلونو وکړیږي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښې په لوړیدو دي او عاملین نیږدې ټولې خواوې دي: طالبان، داعش، ټوپک سالاران، جرمي کړۍ او ان مفسد حکومتي چارواکي په دغه راز پیښو کې لاس لري.

اوسمهال په افغانستان کې پر۲۵۰۰ امریکايي سرتیرو سربیره، شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتیري د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د سلا مشورې، روزنې او تجهیز په چارو بوخت دي. بل لوري ته ټاکل شوې چې د ناټو هیوادونو د دفاع وزیران د چهار او پنجشنبې په ورځو سره جرګه شي او د افغانستان په هکله خپله راتلونکې تګلاره واضح کړي، داسې یو اقدام چې ښايي طالبان هم ورته غبرګون ښکاره کړي.

بل لوري ته د امریکا نوي ولسمشر جو بایدن بیا مخکي لا له ترمپه په میراث پاتې د طالبانو د توافق د بیا ارزونې اشارې کړي دي. د دغه تړون پر اساس، د روان کال د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې باید ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووځي. په واشنګټن کې بیا پر حکومت فشار دی چې دغه بهیر یا وځنډوي او یا دې په افغانستان کې د امریکا مختصر پوځي حضور ته ادامه ورکړل شي.

Brüssel NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: Francisco Seco/Pool/AP/picture alliance

پر طالبانو او افغان ځواکونو د سرغړونو تورونه

په دې وروستیو کې پر طالبانو باندې په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او مشرانو د وژنې تورونه هم پورې کیږي، داسې تورونه چې طالبان یې ردوي خو د دوی دغه موقف له دې کبله هم غښتلی نه دی ځکه طالبانو لا له وړاندې د اوربند غوښتنه رد کړې ده. سربیره پر دې، تر اوسه پورې داسې شواهد هم نشته چې له مخې یې دا معلومه شي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې قطع کړي، داسې یو اقدام چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون کې يې په واضح توګه یادونه شوې ده.

بل لوري ته پر افغان امنیتي ځواکونو هم د سرغړونو تورونه پورې کیږي. د روان کال په جنوري میاشت کې ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي ول چې د ټولو نیول شویو زندانیانو له ډلې څخه نیږدې دریمه برخه یې په زندانونو کې ځورول او ربړول شوي دي.

په عین حال کې فساد هم په افغانستان کې یوه ستره ستونزه بلل کیږي، داسې یوه موضوع چې حکومت یې پر وړاندې د جدي اقداماتو ژمنې کړې دي، خو د افغانستان د بیا رغونې د څار یا سیګار په حواله، دغه ژمنې تر ډیره پورې د کاغذ پرمخ همداسې پاتې دي.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

پر فساد سربیره، داعش ډله هم د خونړیدو بریدونو وړتیا لري او څو ځله یې پر شیعه مذهبو خونړي بریدونه کړي دي. په عین حال کې کرونا او خراب اقتصاد د افغانستان سرخوږی لا پسې زیات کړی دی.

نړیوال بانک وايي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه په ۲۰۱۹م کال کې له ۵۵ سلنې څخه اوس ۷۲ سلنې ته لوړه شوې ده. د دغه نړیوال سازمان په حواله، د افغانستان د نفوس له دریو برخو څخه دوې برخې یې په ورځ کې ۱ اعشاریه ۹ ډالره عاید لري او په ۲۰۲۰م کال کې په جګړه ځپلي افغانستان کې د بې کارۍ کچه هم له ۲۳ اعشاریه ۹ څخه ۳۷ اعشاریه ۹ سلنې ته لوړه شوې ده.

د امریکا او ناټو ګټې

پر دې ټولو عواملو سربیره، هغه څه چې د ناټو او امریکا له پاره مهم دی هغه د دوی ملي امنیت دی. دواړه لوري غواړي چې د سولې تر تړون او د بهرنیو ځواکونو تر اخراج وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر یوې مهمې ځالې بدل نه شي.

کارپوهان بیا وايي چې د افغانستان د مسلې له پاره د ناټو په حضور او اخراج کې داسې عاجل حل لاره نه تر سترګو کیږي.

(AP) k.h/n.z