م.م: په نړۍ کې ۷۳۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي
۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبهد کرونا ناروغۍ او په اوکراین کې د روسیې له جګړې وروسته د لوږې ستونزه زیاته سوې ده.
زموږ ديوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
په راپور کې راغلي دي چې د کرونا وبا او په اوکراین کې د روسیې د جګړې پایلو دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی. اوس د نړۍ نفوس شاوخوا اته ميلیارده وګړي دي.
اړوند مطالب: د نړيوالې لوږې له کبله د مرستندويه سازمانونو خبرداری
ملګرو ملتونو یو هدف ټاکلی چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې به په نړۍ کې هیڅوک له لوږې سره مخامخ نه سي. خو د خوراکي توکو د عرضې او تغذيې د ستونزې په اړه له اوسني راپور څخه دې نتيجې ته رسيږي چې دا کار د اوسني بهير سره نه سي تر سره کيداى.
دا راپور د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اف ای او )، د کرنې پراختیا نړیوال وجهي صندوق (ای اف ای ډي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پې) او د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو ایچ او ) له خوا چمتو سوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له همدې امله «په ټوله نړۍ کې د نورو او بیړنیو هڅو» غوښتنه وکړه.
اړوند مطالب :افغانستان کې سخته لوږه، شمېر تر ۱۵ میلیونو واوښت
د نوي راپور په سریزه کې چې اوس د پنځو سازمانونو مشرانو لیکلی ممکن تر ۲۰۲۳م کاله پورې به د لوږې له امله د مړو سوو کسانو شمیر ۶۰۰ میلیون ته ورسیږي. همدارنګه د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې تېر کال ۲،۴ میلیارده کسان؛ د نړۍ نږدې ۳۰ سلنه نفوس خوراکي توکو ته دایمي لاسرسی نه لري.
زموږ له آرشیف څخه:
سربیره پردې، راپور ورکړل سوی چې په ۲۰۲۱م کال کې ۳.۱ ميلیارد خلک (د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس) نسوای کولی چې صحي خواړه وخوري.
na/pa (dpa)