یونیسف: ۴۷۵ زره افغان ماشومانو ته صحي خواړه ورکړل شوي
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبهد ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال دسمبر۳۰) اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې ۴۷۵ زره ماشومانو ته د تقویتي خوړو بستې ویشلي دي.
مخکې تر دې د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي ول چې د خوړو دغه بستې د هغو ماشومانو له پاره ژغورونکي دي چې په سوء تغذي یا ناوړه تغذې اخته دي.
یونیسف په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي: «تیار شوي درملي خواړه چې په کافي اندازه پروتین، غوړ، ویټامیونه او معدني مواد لري، له شدیدې سوء تغذیې سره د مبارزې په برخه کې پیاوړې حل لاره ده.»
په دې اعلامیه کې راغلي دي چې یونیسف درملي خواړه په افغانستان کې د خدماتو ۳۳۰۰ مرکزونو ته سپارلي چې له دې طریقه په روان میلادي کال کې ۴۷۵ زره ماشومانو ته دغه مواد رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لوږي له کړکیچ څخه رنځ وړي او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو په پرله پسې ډول د مرستو د کمیدو او په سوء تغذي د ماشومانو د اخته کیدو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان د روان کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان د بیړنۍ کچې ولږې څخه رنځ وړي.
نوموړي سازمان ویلي دي چې اقلیمي بدلونونه، د سیلابونو بیړنۍ اغیزې او له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د مهاجرو بیرته ستنیدنه د دې سبب شول چې په دومره لوړ شمیر کې ماشومان له لوږي سره مخامخ شي.