ګوتریس افغانستان ته خپل ځانگړی استازی و ټاکه
۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبهدغه خبره د گوتریس ویاند پرون چهارشنبه(د مارچ میاشتي ۱۷ مه) په نیویارک کي وکړه او ویې ویل چي نوی ټاکل سوی خاص استازی، فرانسوی ژا آرنو به د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي او د افغانستان له پاره د یوناما ماموریت له مشري، کاناډایي دیبورا لاین سره په ګډه فعالیت کوي.
په مسکو کي د سولي کنفرانس
نن پنجشنبه(د مارچ میاشتي ۱۸ مه) په مسکو کي د افغانستان په اړه نړيواله غونډه روانه ده، په کوم کي چي د روسیې حکومت غواړي د خنډونو سره مخامخ د سولي په خبرو کي پرمختګ راولي.
په دغه کنفرانس کي د طالبانو د استازو ترڅنګ د افغانستان د حکومت، امریکا متحده ایالاتو، پاکستان او چین نمایندګان هم برخه لري.
په قطر کي د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کي د امضأ سوي تړون پراساس باید ټول امریکايي ځواکونه د همدې کال د می میاشتي تر اولي نیټې پوري له افغانستان څخه ووځي. په مقابل کي به طالبان له القاعده شبکې سره ارتباط قطع کړي او له افغانستان حکومت سره د سولي مذاکرات پرمخ بیايي.