ګوتيرش په پاکستان کي له سيلاب ځپلو سره ګوري
۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعهانتونيو ګوتيرش د جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۹) د اسلام آباد هوايي ډګر ته ورسېد. د پاکستان د باندنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي حنا رباني کهر، د اطلاعاتو وزيري مريم اورنګزيب او د باندنيو چارو وزارت يو شمېر لوړپوړو چارواکو ګوتيرش ته په هوايي ډګر کي ښه راغلاست ووايه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتيرش غواړي چي په خپل دوه ورځني سفر کي په پاکستان کي د سيلابونو له کبله رامنځته سوي زيانونه له نژدې وګوري او له سېلاب ځپلو سره وويني. نوموړی به د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف سره هم ملاقات ولري. په پاکستان کي د تازه سختو بارانونو او سېلابونو له کبله تر اوسه تقريبا ۱۳۰۰ انسانان مړه سوي دي.
پاکستان کې سېلابونه؛ ميندوارې روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري
د پېوستون ښودلو په مقصد
ګوتيرش پاکستان ته له رسېدو سره سم په هوايي ډګر کي وويل: «زه پاکستان ته راغلی يم چي د سېلاب له کبله د رامنځته سوو ورانيو وروسته د دغه هيواد د ولس سره خپل پېوستون وښيم.»
نوموړي په دغه سخت وخت کي د پاکستان سره د مرستو غوښتنه وکړه: «زه له نړيوالو څخه هيله کوم چي په داسي وخت کي د پاکستان سره مرسته وکړي چي دغه هيواد د اقليمي بدلون له کبله د رامنځته سوو ورانيو سره لاس او ګرېوان دی.»
په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي څو ورځي تر مخه پر نړيوالو ږغ کړی ؤ چي پاکستان ته دي د سېلابونو له کبله ۱۶۰ ميليونه ډالره عاجلي مرستي ورسوي.
انتونيو ګوتيرش تېره اونۍ په اقليم کي د بدلون له کبله د سختو ورانيو په هکله خبرداری ورکړی ؤ. نوموړي په خپل ويډيويي پيغام کي ويلي ول: «راځي چي موږ تاسو له دې لاس واخلو چي د اقليمي بدلون له کبله دغه سياره د تباهۍ پر لور برابره کړو. که نن د پاکستان واری دی، نو سبا ښايي ستاسو د هيواد واری وي.»
پاکستان ته د ملګرو ملتونو او نورو هيوادونو له خوا په مرستو بار په لسونو الوتکي رسېدلي دي. له بله اړخه امريکا متحده ايالاتو له پاکستان سره د ۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو مرستي اعلان کړی دی.
آ./ا.ا./ن.ز.