زيلنسکي: په خارکيف کې مو روسي عسکر پر شا تمبولي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبهپه اوکراين کې د دويچه ويله خبريال امين ايسف ويلي دي چې اوکراين تمه لري چې روسي ځواکونه به د دغه هېواد له دويم ستر ښار خارکيف څخه هغسې پر شا شي لکه په اپريل مياشت کې چې له کيف څخه پر شا شوي ول.
ايسف وويل: «روسي ځواکونو [کيف] بشپړ کلابند کړی وو او بيا تر يوه کلي وروسته تر بل پر شا وتمبول شول.»
نوموړي وويل چې د خارکيف له شا او خوا څخه د روسي ځواکونو په دويم ځل پر شا تمبول د اوکراين له پاره ډېر مهم دي، ځکه دغه ښار د هيواد په ختیځ کې پروت دی، خو «په ختیځ کې د روسیې له خوا د نيول شويو سيمو برخه نه دی».
د دويچه ویله خبريال د اوکراين په ختیځ کې د روسي پلوه ياغيانو له خوا نیول شویو سيمو لوهانسک او دنيڅک ته په اشارې سره زياته کړې: «زيلنسکي روسیې ته په هغه صورت کې د يوه ډول اوربند وړاندیز کړی چې پوځونه یې تر هغو سيمو پر شا کړي چې د يرغل ترمخه یې په کنترول کې وې.»
هغه زياته کړې:«دا به ښايي د تړون شرط وي.»
ايسف همدا راز زياتوي چې اوکراينيان اوس مخ پر زياتيدونکي توګه داسې احساس کوي چې دوی هغه ملاتړ چې د جګړې د ګټلو له پاره ورته اړتيا لري، په لاس راړوی. هغه وايي: «زما په آند هغوی په دې آند دي چې اوس وضعيت يو څه تغير کړی دی.» نوموړي زياته کړه چې د اوکراین او آلمان ترمنځ د «ترنګلتياو کمېدل» تر سترګو کيږي او اوکراين ته یې د آلمان د بهرنيو چارو د وزیرې انالېنا بېربوک سفر ته اشاره وکړه.
ايسف وويل: «آلمان د اوکراین په اړه د اروپا پر تګلاره ډېر اغیز لري.» هغه زياته کړه: «اوکراينيان ويني چې اوس د دوی په ملاتړ پوځي مرسته ور روانه ده.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا اوکراینيان باور لري چې جګړه ګټله شي، ايسف وويل: «د اوکراين په لویديځ کې خلک په کلکه باور لري چې اوکراين به له دې جګړې بريالی را وځي، نه يوازې دا چې له روسیې سره اوربند وکړي او دا چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې له نيول شوي سيمو څخه به هم روسي عسکر پر شا وتمبوي.»
په سنېک ټاپو کې نښتې
د بریتانيا د دفاع وزارت د توتير له لارې د يوه استخباراتي رپوټ په حواله ويلي چې په سنېک ټاپو کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي. دغه ټاپو د اوکراين د جنوب لویدېځ اوديسا سيمې ته څیرمه پروت دی.
د وزارت له خوا زياته شوې: «که روسيه په دغه ټاپو کې خپل موقعيت د ستراتيژيکو هوايي او ساحلي دفاعي کروز توغنديو په واسطه قوي کړي، نو دوی کيدای شي د تورې بحيرې په شمال لوېديځ کې نفوذ پيدا کړي.»
د استخباراتي رپوټ په حواله اوکراين د روسيې هوايي دفاع او اکمالاتو بيړۍ د «بايراکتار» بې پېلوټه الوتکو په واسطه په نخښه کړي دي.» زياته شوې چې د «مسکوا» نومي بيړۍ تر ویجاړيدو وروسته په تور سمندرګي کې د روسي اکمالاتي کښتۍ کابو هيڅ محافظت نه لري.
اوکرايني عسکر په آلمان کې رزونه پېلوي
په پام کې ده چې سر له ننه به د اوکراين عسکر د درنو وسلو د هغه سيسټم له پاره په روزنه پېل وکړي چې آلمان یې اوکراين ته ورکوي.
د آلمان د خبري آژانس په حواله اوکرايني عسکر په دې موخه د سه شنبې په ورځ آلمان ته رسېدلي دي. د آلمان جوړه دغه توپخانه هر يوه یې د کاريدو له پاره پنځوو عسکرو ته اړتيا لري.
د امريکا استازو مجلس له اوکراين سره نوره مالي مرسته تصويب کړې
د امريکا استازو مجلس استازي د اوکراين د ملاتړ له پاره د مرستو پر يوې تازه ۴۰ ميليارده ډالري بستې سلا شوي دي. په دغو پېسو سره به د اوکراين اقتصادي، دفاعي او بشري اړتياوې پوره کړل شي.
د استازو مجلس هيڅ کوم ديموکرات غړي د دغه تدابيرو پر ضد رايه نه ده کارولې، په داسې حال کې چې په لسونو جمهوري غوښتونکو بيا د دې لايحې سره مخالفت وښود.
تمه کيږي چې سنا مجلس به هم د رواني او يا هم راتلونکې اونۍ تر پايه پورې د مرستي دا بسته تصويب کړي. تر هغه وروسته به بيا ولسمشر جو بايدن دغه طرحه لاسليک کړي.
د سنا مجلس اکثريت ديموکراتو غړو مشر چک شومر تر دې دمخه پر دواړو خونو غږ کړی وو چې ژر تر ژره د دې موضوع په اړه عملي ګامونه پورته کړي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: