1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان ته د زیلنسکي وينا او پر آلمان یې نيوکې

۱۴۰۰ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د اوکراين ولسمشر د آلمان پارلمان ته د يوې ويديويي وينا په ترڅ کې د یاد پارلمان له غړيو څخه وغوښتل چې لا زيات ملاتړ يې وکړي. هغه وويل «د جګړې د درولو له پاره مرسته ډېره ناوخته ورسېده.»

https://p.dw.com/p/48cUA
Deutschland Bundestag | Rede Wolodymyr Selenskyj
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي «بوندستاګ» يا د آلمان د پارلمان غړيو ته وويل چې د اوکراين وګړيو غوښتل آزاد ژوند وکړي او نه دا چې د يوه بل هيواد تابع واوسي.

نوموړي وويل چې په هيواد کې یې ملکيان او عسکر پرته له کوم توپيره د روسیې له خوا د بريدونو هدف ګرځي. هغه وويل: «يو ځل بيا په اروپا کې د يوه بشپړ ولس د له منځه وړولو هڅه کيږي.»

د آلمان د پارلمان غړي د وينا تر مخه زيلنسکي ته ورديدل او په چکچکو یې د هغه هرکلی وکړ.

«تاسې ديوال ونړوئ»

زيلنسکي پر آلمان تور پوري کړ چې د جګړې د مخنيوي له پاره یې کافي څه نه دي کړي. هغه وويل چې آلمان په دې کې مرسته کړې چې يو ديوال رامنځته کړل شي، څو اوکراين منزوي شي او د روسیې لمنې ته واچول شي.

نوموړي د اوږدې مودې له پاره د ګازو د «نورد ستريم دوه» په نوم نل ليکې پر پروژې د آلمان د ټینګار مثال ورکړ. د دغه نل ليکي له لارې د روسیې ګاز آلمان ته انتقالیږي. نوموړي همدا راز وويل چې اوکراين ته د ناټو د غړيتوب په ورکولو کې د لوېديځ ځنډ هم د جګړې د پېليدو يو دليل دی.

Deutschland Bundestag | Rede Wolodymyr Selenskyj
زيلنسکي د آلمان د پارلمان له غړيو څخه د مرستې غوښتنه وکړهانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

زيلنسکي د خپل لس دقيقه يي وينا په پای کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ مخاطب کړ او ویې ويل: «تاسې دغه ديوال ونړوئ او له موږ سره مرسته وکړئ.»

د آلمان د پارلمان مرستيالې مشرې کاترين ګورنګ – ايکهارت د يوې وينا په ترڅ کې د اوکراين پر ضد د روسیې پر جګړه سخته مایوسي څرګنده کړه او کيف ته یې د آلمان د پيوستون ډاډ ورکړ. د آلمان د زرغون ګوند دې سياستوالې د زيلنسکي تر وينا مخکې وويل: «موږ تاسې وينو او فکر مو له تاسو سره دی او له هغوی سره چې پر تاسې وير کوي.»

روسيه او اوکراين يو بل تورنوي

په دې منځ کې د ماريوپل ښاروال د تليګرام له لارې ويلي چې روسیې په دغه کلابند ښار کې پر يوه تياتر بريد کړی دی چې يو شمير ښاريانو پکې پناه اخيستې وه. زياته شوې چې د بريد پر وخت په تياتر کې تر زرو ډېر انسانان موجود ول.

دا چې د روسیې پوځ هغه سيمه چې دا تیاتر پکې پروت دی، په دوامداره توګه تر بريدونو لاندې نيولې نو تر اوسه د ممکنه تلفاتو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د ښاروالۍ د معلوماتو په حواله د يادې ودانۍ مرکزي منځنۍ برخه او تکاوۍ ته د داخلیدو دروازه ويجاړه شوې ده. د بشري حقونو سازمان «هيومن راېتس واچ» په تياتر کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د شتون خبره کوي.

خو په مسکو کې د دفاع وزارت بيا د دغه ودانۍ د په نخښه کولو تورونه په کلکه ردوي. زياته شوې چې روسي عسکرو په ماريوپل کې پر ځمکنيو اهدافو هيڅ هوايي بريد نه دی کړی. د روسیې د دفاع وزارت په حواله اوکرايني عسکرو لومړی د تياتر ودانۍ کې ماينونه خښ کړي او بيا یې پرې بريد کړی دی.

تر اوسه خپلواکو سرچينو نه د اوکراين او نه هم د روسیې دريځ تائید کړی دی.

بايدن پوتين «جنګي جنايتکار» بللی دی

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن پر اوکراین د روسیې د بريد په تړاو په لومړي ځل د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين «جنګي مجرم» بللی دی. له ژورناليستانو سره په خبرو کې بايدن وويل: «زه فکر کوم چې هغه يو جنګي جنايت کار دی.»

بل لوري ته د بايدن دې څرګندونو روسيه سخته په غوسه کړې او دا یې «د نه منلو او نه بخښلو» کړنه بللې ده. مسکو ويلي چې »دا بيان د داسې يوه هيواد مشر ورکړی چې په بمونو یې په ټوله نړۍ کې په سونو زره انسانان وژل شوي دي.«

د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي ويلي دي چې دمګړۍ په دي اړه پلټنې رواني دي چې آیا په اوکراين کې د روسیې بريدونه په جنګي جرمونو کې راځي او که څنګه.

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr, afp, ap)