1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسیې په توېر سيمه کې د وسلو په زيرمه کې چاودنه

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

پر روسیې د اوکراين د بې پېلوټه الوتکې ستر برید په لویديځ توېر سيمه کې د روسیې د وسلو په يوه ستره زېرمې کې د درنې چاودنې باعث شوی دی.

https://p.dw.com/p/4klhS
د روسیې په توېر کې چاودنه
.د توېر سيمې والي ايګور رودينيا، د تلیګرام له لارې ويلي دي چې د اطفایې عمله د اور د خاموشه کولو هڅه کويانځور: Social Media/via REUTERS

د اوکراين د ډرون يو ستر بريد د روسیې د توېر سیمې د توروپتس ښارګوټي ته څېرمه د وسلې په يوه زيرمه کې د چاودنې او په نتيجه کې یې د سيمې د اوسېدونکو د قسمي تخليې باعث شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې د شپې له خوا یې د اوکراين له ۵۴ ډرونونه څخه نيمايي د کورسک په سرحدي سيمه کې راچولي دي. کورسک هغه سيمه ده چې له اګست میاشتې راهېسې پکې اوکرايني ځواکونو تهاجمي عمليات پيل کړي دي. وزارت د توروپېتس سيمې يادونه نه ده کړې.

توروپېتس ښارګوټی چې د مسکو په لویديځ کې په کابو ۴۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی، تر ۱۱ زرو ډېر نفوس لري.

د توېر سيمې والي ايګور رودينيا، د تلیګرام له لارې ويلي دي چې د اطفایې عمله د اور د خاموشه کولو هڅه کوي خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې څه شي اور اخيستی دی.

د امريکا د فضايي ادارې «ناسا» د ستېلايت د چهار شنبې ورځې سهار په انځورونو کې ځينې داسې ساحې ښکاري چې تودوښه ترې راپورته کیږي.

د توير په يو شمير برخو کې د چهار شنبې په ورځ د بريښنا د قطع کیدو اعلانونه هم شوي ول او د سيمه ایزې ادارې له لوري د بې پېلوټه الوتکې د بريد تر رپوټونو وروسته ښوونځي او وړکتونونه هم رخصت کړل شوي ول.

د اوکراين د امنيتي سرچينو په حواله اوکرايني ډرونونو په توروپېتس کې د توغنديو او توپخانې د مرمیو یوه ودانۍ په نخښه کړې ده چې په نتیجه کې یې ځواکمنه چادونه شوې او اور لګيدلی دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب