فنلنډ اوکراین ته د«لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي
۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعهد فنلنډ جمهوررئیس ساولي نینیستو، ویلي دي چي که چیري اوکراین ته د جنګي ټانکونو د لیږلو په موضوع کي اروپايي ګډ دریځ رامنځته سي، نو په هغه کي د فنلنډ ونډه اخیستل هم ضروري ده.
فنلنډ یو خاص موقف لري چي د یوه طرفه د ناټو غړی نه دی او له بله طرفه بیا د روسیې سره ګډ سرحد لري. نینیستو د دغه هیواد د خبري آژانس اس ټي ټي، په حواله ټينګار کړی دی چي که اوکراین ته ټانکونه هم لیږل کیږي، نو ځکه به د فنلنډ سهم ډېر نه وي.
فنلنډ د جرمني ساخت تر ۲۰۰ اضافه لیوپارد دوه ټانکونه په اختیار کي لري. ځکه نو باید جرمني اساساً دریم هیواد ته د خپلو تولید سوو نظامي تجهیزاتو د ورکولو اجازه ورکړي.
آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي
پولنډ تیره چهارشنبه اوکراین ته د لیوپارد جنګي ټانکونو د لیږلو د موضوع په جروبحثونو کي پرجرمني باندي فشار زيات کړ. د پولنډ د جمهوررئیس، اندري دودا د معلوماتو په حواله د وارسا حکومت وختي لا تصمیم نیولی دی چي د ګډ اییتلاف په چوکاټ کي لیوپارد جنګي ټانکونه د اوکراین یوې عسکري قطعې ته په اختیار کي ورکړي.
د اوکراین د جمهوررئیس ولود یمیر زیلنسکي په نظر پولنډ کیدلای سي هیواد ته یې د لیوپارد جنګي ټانکونو د لیږلو په پیشنهاد سره یو ښه مثال وګرځي.
هغه اوکرایني دولتي تلویزوني چینل ټي وې پي، ته ویلي دي چي پولنډ او لیتوانیا کولای سي دغسی یو ګام پورته کړي: «یو څوک همیشه باید نمونه او مثال وي». او «دغه ګام کیدلای سي زموږ سره کومک وکړي، چي نور دولتونه هم د پولنډ او لیتوانیا لار تعقیب کړي». لیتوانیا، اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو او مرمیو د ورکولو ژمنه کړې ده.
کیف: روسیه د پوځ د بیا رغوني پخاطر پنځه کاله غواړي
پولنډ په دې منځ کي کوښښ کوي، چي اوکراین ته د غربي هیوادونو د اییتلاف په چوکاټ کي ۱۴ لیوپارد جنګي ټانکونه ولیږل سي.
په جرمني کي د پولنډ سفیر داریوش پولوس، د فونکه په نوم آلماني رسنیز ګروپ ته ویلي دي چي «پولنډ د لویو داسي نظامي واحدونو د جوړولو غوښتونکی دی چي د اوکراین د دفاع په خاطر نظامي اهمیت ولري».