کرونا واکسین حساسیت درلودونکو کسانو ته څومره خطر لري؟
۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعهدوې ورځي لا نه وې تیري سوي چي بریتانوي چارواکو داسي خبرداری ورکړ: هغه کسان چي په ښکاره ډول سره الرجي لري، د اوس له پاره نه باید واکسین سي.
بریتانایا د نړۍ د لومړي هیواد په توگه د دوا جوړولو الماني شرکت بیونتیک او هغه امریکايي شرکت فایزر د کرونا نوي واکسینونه تر عاجلي اجازه نامي اخیستلو وروسته تطبیق کړل.
د نوي واکسین لګولو په اوله ورځ په سونو کسانو ته پيچکاري سو، خو دوو کسانو چي الرجي يې درلوده، ورته یې مشکلات پیښ کړل.
الرجي درلودونکو کسانو ته خبرداری
د فقط احتیاطي تدابیرو په دلیل د بریتانيا د روغتيا چارواکو خبرداری ورکړ: هغه کسان چي الرجي لري، نه باید واکسین سي. د بریتانیا د صحي ادارې NHS هغو دوو کارکوونکو چي مخکي یې الرجي درلوده، د نوي واکسین په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړی دی.
خو په دې منځ کي د بریتانیا د صحي ادارې NHS آمر ستیفن پاویس په خبره دغه دوه کسان بیرته جوړ او کوم مشکل نه لري. هغه دغه خبري د بریتانیا پارلمان د روغتيا کميټې ته وکړې.
خطرناکه عکس العمل
الرجي درلودونکي کسان نو باید په دې ډول سره ډیر احتیاط وکړي، خصوصأ هغه کسان چي پخوا یې د انا فیلاکتیک په نامه سخته الرجي تیره کړې وي. مثلأ د غذايي موادو، دواوو او یا واکسین په مقابل کي يې حساسیت ښکاره کړی وي.
په دې صورت کي هغوی ته دوه مختلف تکلیفونه پيښیدلای سي: یا داچي د تنفسي جهاز او پوست او یا د معدې او کولمو تکلیف. په ډیرو حالاتو کي ورته د زړه تکلیف هم پيښیږي.
د بدن ددغه ډول سخت عکس العمل ښکاره کیدل ناببره رامنځته کیږي او ورسره د مخامخ کسانو حالت کیدلای سي، په ډیر لږ وخت کي سخت خراب سي.
زموږ له آرشیف څخه: