مهاجرت؛ بريتانيا به له اروپا استخباراتي معلومات اخلي
۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعهاروپايي اتحادیه او بريتانيا غواړي چې له دغې اتحاديې څخه د بريتانيا د وتنې يا بريکزيټ وروسته د سرحدونو د ساتنې په برخه کې همکاري زياته کړي. په دې ترڅ کې به بريتانيا د اروپايي اتحاديې هغو استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی ولري چې د انساني قاچاق په ترڅ کې د جرمي ډلو په تړاو وي. دا د اروپايي سرحد ساتونکي آژانس، فرونتکس او بريتانيا تر منځ د پلان شوې همکارۍ يوه برخه ده.
د اروپايي اتحاديې او بريتانيا تر منځ دغه توافق به دواړو اړخونو ته اجازه ورکړي چې په آسانه توګه د غيرقانوني مهاجرت ضد معلومات تبادله کړي. په دې ترڅ کې کارپوه چارواکو د همکارۍ او د نوي تخنيک او تګلارو پر تبادله باندي هم تفاهم شوی دی. د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه معلومات د بريتانيا حکومت ورکړي دي.
«مشترکو حلونو او ارادو ته اړتيا»
د راپور له مخې به ياد تړون په رسمي توګه د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۳) د بريتانوي او اروپايي اتحاديې د استازو تر منځ لاسليک شي.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزير، جيمز کلېوري ويلي دي: «د مهاجرت سره تړلي جرايم چې د خلکو د قاچاق سره تړلي وي، د نړيوالو چيلنجونو په توګه مشترکو حلونو او ارادو ته اړتيا لري.»
د بريتانيا لومړي وريز ريشي سونک، د خپل حکومت له لومړيتوبونو څخه يو لومړيتوب دا ټاکلی دی چې د کښتيو په مرستو د مانش کانال له لارط له فرانسې څخه د مهاجرو ورتګ مخه ونيسي. هغه هيله لري چې د دغو مهاجرو د ورتګ د شميرو راکمېدل به يې د محافظه پال ګوند سره په ټاکنو کې په ګټه پورته کولو کې مرسته وکړي. د روان کال په پای کې په بريتانيا کې ټاکنې تر سره کېدونکي دي.
له هغه راهيسې چې بريتانيا په ۲۰۲۰ کال له اروپايي اتحاديې څخه وتلې ده، د البانيا سره يې هم دوه اړخيزه تړون لاسليک کړی دی. د دغه تړون له مخې به البانيا هغه غيراصولي مهاجر بېرته له بريتانيا څخه اخلي او مني چې د دغه هيواد تابعيت لرونکي وي.
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت د وياند په وينا د اروپايي اتحادیې سره د تړون په ترڅ کې د پيسو ورکړه نه ده شامله او نه هم پکښي د مهاجرو د بېرته اخيستلو موضوع شامله ده.
آ./ا.ا./ن.ز.