1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي امارات بهرنيانو ته د اوږده وخت ويزې ورکوي

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

د ویزې د دې نوي پروگرام هدف دادی چې د ساينس په برخه کې له ټولې نړۍ څخه ذهين کسان خپل هيواد ته جلب کړل شي چې د کرونا کارپوهان، ډاکتران، انجينران او د کمپيوتر د برخې کارپوهان پکې شامل دي.

https://p.dw.com/p/3lMcp
VAE Corona-Pandemie | Dubai
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Gambrell

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او هند په گډون له ټولې نړۍ څخه زيات شمير کسان په کار بوخت دي چې په عمومي توگه ورته په دغه هيواد کې د پاتیدو د لنډې مودې ویزه ورکول کيږي.

په تېلو غني متحده عربي امارات د عربي نړۍ دويم ستر اقتصاد دی. دغه هيواد کابو لس ميليونه نفوس لري چې نوي سلنه برخه یې له بهر څخه راغلي کار کوونکي جوړوي. همدا وجه ده چې تر اوسه په اماراتو کې د اوږدې مودې ويزه په ډېر مشکل سره ورکول کيږي. 

د «وړ کسانو» له پاره دروازې پرانيستل کيږي

د متحده عربي اماراتو حکومت تير کال د شتمنو کاروباري او ځينو نورو په لوړو زده کړو سنبالو کسانو له پاره د لس کلنې «طلايي ویزې» د پروگرام اعلان کړی وو چې اوس یې لمنه نوره هم پراخيږي.

د »گولدن ویزه سکيم« د دې پروگرام له لارې ۶۸۰۰ خارجي پانگوالو اماراتو ته مخه کړې ده چې د دغه هيواد اقتصاد ته یې د ۲۷ ميلياردو ډالرو گټه رسولې ده.

Vereinigte Arabische Emirate | Mars-Mission | Mohammed bin Rashid Raumfahrtzentrum
د خليج نورو هېوادونو هم د ویزې په خپلو مقرراتو کې تغیرات رامنځته کړي ديانځور: AFP/G. Cacace

د چارواکو په حواله له دې نوي پروگرام څخه به د کرونا په اړه څيړنې کوونکي ډاکتران، د بايو تکنالوژۍ انجينران، د کمپيوتر، اليکترونکس او د کمپيوتر د پروگرام کولو د برخې کارپوهان په ځانگړي توگه گټه پورته کړای شي.

د دوبۍ حاکم شيخ محمد بن راشد المکتوم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې «موږ د راتلونکي پرمختگ له پاره نويو وړتياو ته» خپلې دروازې پرانيزو. د نوموړي په خبره «دا یې يوازې پېل دی.»  

نوموړي زياته کړه چې له دې پروگرام څخه د پوهنتونونو تر ټولو ځيرک محصلين هم گټه اخيستلای شي، په ځانگړي توگه هغه کسان چې د آی ټي په برخه کې پر مصنوعي ځيرکتيا او د بِگ ډيټا يعني د ډېرو معلوماتو ارزونې په برخه کې په کار بوخت دي.

Vereinigte Arabische Emirate Dubai
انځور: Udo Bernhart/dpa/picture alliance

د خليج په هيوادونو کې د بدلون څپه

د سيمې مخ پر بدليدونکي وضعيت په کتو سره د ويزې په قوانينو کې ورته تغیرات د خليج په نورو هيوادونو کې هم ترسترگو کيږي.

په ۲۰۱۹م کال کې سعودي عربستان د ویزې يو نوی پروگرام وړاندې کړ چې له مخې يې د کار له پاره مهاجر شوي د اته لکه ريالو په بدل کې هلته د دايمې اقامې حق ترلاسه کولی شي.

همدا راز د يو لک ريال فيس په بدل کې په کاروبار او جايداد کې د يوه سعودي سپانسر پرته، پانگه اچوونکي له پاره د يو کال له پاره د تمديدو وړ ویزو د ترلاسه کولو امکان هم رامنځته شوی دی.

همدا شان قطر هم د بهرنيو وړ او کاروباري کسانو له پاره د خپل اقتصاد د پرانيستو په برخه کې گامونه پورته کړي او اوس د ویزې د نوي پروگرام له لارې په جايداد او کاروبار کې د پانگه اچوونکو له پاره د اوږدې مودې يا دايمي ویزې ترلاسه کول ممکن شوي دي.

ب.ص/ ن.ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)

زموږ له آرشیف څخه: