لېسبوس ټاپو ته نژدې دوه مياشتنی مهاجر طفل مړ شوی
۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبهد يونان د عدلي طب يو مامور او په ليسبوس ټاپو کي د مهاجرو د ثبت د مرکز همکارانو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۷نېټه) خبر ورکړ، چي يوه ورځ مخکي د مهاجرو يوې کښتۍ ته حادثه کي يو دوه مياشتنی طفل مړ شوی دی.
د فرانس پرېس خبري آژانس په حواله کومه کښتۍ چي د ليسبوس ساحل ته نژدې اوښتې ده، هغه ربړي کښتۍ وه او پکښي زياتره افريقايي ماجر سپاره ول. هغوی هڅه کوله چي د اژې په سمندر کي واقع دغه ټاپو ته ځان ورسوي.
یونان: د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوې؛ ډير کسان مړه دي
د راپور له مخي کښتۍ هغه وخت واوښته کله چي د ساحل پر غاړه له يوې لويي ډبري سره وجنګېده. ماشوم د پيښي له ځای څخه روغتون ته يووړل شو، چيري چي معلومه شوه چي هغه مړ دی. د سمندري سرحد ساتونکو په وينا له دغې حادثې څخه ۳۰ نارينه، ښځي او ماشومان ژغورل شوي دي.په ژغورل شوو کي دوه معمولي زخمي شوي کسان هم شامل دي.
د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) د راپور په حواله په روان عيسوي کال کي په مديترانه کي تقريبا ۲۰۰۰ مهاجر يا خو مړه شوي او يا لادرکه شوي دي. د يونان سرحد ساتونکي وايي چي د روان عيسوي کال په لومړيو اتو مياشتو کي يې ۱۵۰۰ انسانان له اوبو ژغورلي دي.
آ./ا.ا./ن.ص.