د واکمنانو د شان او شوکته ډک ژوند
د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوټین گواکی د توري بحیرې څنګ ته یوه مخفي او مجلله ماڼۍ جوړه کړې ده. خو هغه یوازنی دولتي مشر نه دی چي تر شاهي ماڼۍ لا ډیر د شان او شوکته ډک ځای لري. د دغه ډول قصرونو يو څو نمونې دلته وګوری:
د پوتین د عظمته ډک استراحت ځای
ویل کیږي چي د روسیې جمهورئيس پوتین د بیت المال د پیسو څخه د توري بحیرې څنګ ته په پټه سره یو مجلل قصر جوړ کړی دی. د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ یوه ویدیو داسي یو ملکیت ښکاره کوي، چي د موناکو د شاهي دولت تر قلمرو ۴۰ واره غټ دی. د دغه استوګنځای ۱،۱ ملیارډ یورو مصارف ګواکي د دولتي شرکتونو لخوا تمویل سوي دي.
د مراکش د پاچا د لسو مجللو قصرونو څخه یو
د مراکش په پایتخت رباط کي شاهي قصر یو د هغو لسو قصرونو د جملې څخه دی، چي په پاچا شپږم محمد باندي اړه لري. د «غل پاچا» په نامه «افشأ کونکي» کتاب د لیکونکو په حواله د دغو لسو قصرونو ورځني مصارف ۱،۲ ملیونه یورو دي، چي د مالیه ورکونکو د پیسو څخه ورکول کیږي. په رباط کي دغه ماڼی د ۱۹ قرن په اواسطو کي جوړه سوې ده. دغه لوی او د عظمته ډک ملکیت د پاچا د اولادې دپاره یو مکتب هم لري.
د وان جهیل پرغاړه د اردوغان مجلل قصر
پداسي حال کي چي ترکیه د یوه اقتصادي بحران په منځ کي قرار لري، د دغه هیواد جمهورریس، رجب طیب اردوغان د خپل ځان لپاره قصرونه جوړوي. یو د دغو قصرونو څخه مستقیمأ د وان جهیل پرغاړه موقعیت لري. د ترکي رسنیو په حواله دغه ملکیت د ۱۴ میلویونو یورو په مصرف جوړ سوی، کوم چي د مالیاتو د پیسو څخه ورکول کیږي.
د برونای پاچا ۲۵۰ حمامونه لري
د «قصر نورالایمان» په نامه د مځکي پرمخ تر ټولو لوی قصر د برونای په پایتخت د سري بګاوان د بندر سره موقعیت لري. دغه قصر د ۱۹۸۴ م کال راهیسي د برونای د پاچا رسمي مقر دی. دغه قصر په ۲۰۰ زره متره مربع مساحت کي جوړ سوی، چي تقریبأ ۱۸۰۰ اطاقونه، ۱۸ لفتونه، تر ۲۵۰ اضافه حمامونه او یو لوی مسجد لري، چي د سرو زرو لویه ګنبده لري. د هغه پر جوړولو باندي تر یوه ملیارډ دالره اضافه مصرف راغلی دی.
د هندوستان د جمهورر رئيس مجلله ماڼۍ
د «جمهوريس کور» د جوړیدو کار، چي په هندي کي ورته «راشتر پتي بهون» وايي، ۱۷ کاله دوام وکړ. دغه ۱۴ منزله قصر، چي ۳۴۰ اطاقونه لري، د ۱۹۵۰ م کال راهیسي د هندوستان د جمهورریس رسمي او هم اوسیدلو ځای دی. دولتي میلمنو ته هم په دغه قصر کي ځای ورکول کیږي. ددغي غټي ودانۍ د لارو مجموعي اوږدوالی دوه نیم کیلومترو ته رسیږي. دغه قصر د فټبال د ۱۰۰ میدانو په اندازه یو لوی باغ هم لري.
د سپینو ګنبدو یوه مجموعه
د ۳۸۰ زره متر مربع په مساحت د «قصر الوطن» په نامه مانۍ کولای سو د ابوظبي په زړه کي یو مخفي ښار وبولو. دغه ماڼی هم د کابینې ځای او هم پکښي دولتي مشر او ولیعهد دفترونه لري. دلته د خارجي دولتي میلمنو څخه هرکلی هم کیږي. «قصر الوطن»، چي دروازې یې طلا کاري سوي ، د مرمرو د ډبرو دیوالونه لري او رنګارنګ موزاییک پکښي کار سوي دي. هغه په ۲۰۱۵ م کال کي جوړ او پدې منځ کي د تماشاچیانو پر مخ خلاص دی.
د ملت ماڼۍ يا سپين قصر
د ملت قص، چي د «سپین قصر» به نامه هم یادیږي، د تاجکستان د جمهوررئيس رسمي استوګنځای دی. د دغه قصر یوه واضح مشخصه د هغه په محوطه کي د تاجکستان یو لوی او لوړ بیرغ دی. د دغه بیرغ پایه ۱۶۵ متره ارتفاع لري، چي په ټوله دنیا کي دوهم لوړ بیرغ دی.