1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا په سنا کي د ترمپ استیضاح پیلیږي

۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د امریکا پخوانی جمهوررئیس ترمپ د جنورۍ میاشتي پر ۶مه پر کانګرس باندي د حمله کونکو په تحریک تورن دی. د امریکا سنا د ترمپ پرضد د استيضاح د دوهمي پروسې پيلېدل تایید او هغه یې د اساسي قانون مطابق بللې ده.

https://p.dw.com/p/3pAKe
USA Donald Trump
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ۱۰۰ سناتورانو اکثریت یې د ترمپ د مدافع وکیلانو دلایل ونه منل او د استيضاح د دوهمي پروسې پيلېدل يې د اساسي قانون مطابق وبلل.

په سنا کي د ديموکرات گوند ۵۰ سناتورانو د جمهوري غوښتونکي گوند له ۶ سناتورانو سره په ګډه دې ته رایه ورکړه چي دغه پروسه د اساسي قانون مطابق ده او په دې ډول سره پيلېدلای سي. ۴۴ جمهوري غوښتونکو سناتورانو بیا د هغه پرضد رایه ورکړه.

د ترمپ مدافع وکیلانو او ډیرو جمهوري غوښتونکو سناتورانو ادعا کوله چي دغه پروسه د اساسي قانون خلاف ده. د هغوی دلایل دا ول چي سنا کولای سي یوازي د برحاله جمهوررئیس پرضد پروسه پیل کړي او نه د پخواني.

د ترمپ د مدافع وکیلانو د ټیم څخه ډېوید شیون وویل، چي هغه کسان چي پر قدرت او وظیفه نه وي، سړی نسي کولای د وظیفې څخه لیري کړي. خو ديموکراتان بیا برعکس دلایل راوړل چي هغوی دغه پروسه هغه وخت شروع کړې وه، چي ترمپ لا پر قدرت وو او غوښتل یې «هغه د سیاسي صحنې څخه لیري کړي.»

USA Impeachment-Prozess gegen Trump
ديموکرات سناتور، جیمي رسکینانځور: AP Photo/picture-alliance

ديموکرات سناتور، جیمي رسکین، چي د ترمپ پرضد د استیضاح پروسه رهبري کوي، وویل: «جمهوررئیسان باید د هغو کارونو له کبله هم جواب ورکړي چي د خپلي واکمنۍ پرمهال يې کړي وي. دا په دې معنی چي پر هغه باندي د سنا د استیضاح یوه پروسه د مقام څخه د یوه جمهوررئیس تر لیري کیدو وروسته هم شروع کیدلای سي. که نه نو، یو جمهورریس کیدلای سي د مثال په ډول کوښښ وکړي چي د جمهوري ریاست د وخت تر ختمیدو وروسته هم پر قدرت باندي پاته سي، بیله دې چي مجازات سي.»

خو جیمي رسکین وعده ورکړه چي د ترمپ پرضد استیضاح به «یوازي د شواهدو او حقایقو پر بنا وي».

تر دې دمخه د امریکا د نمایندګانو په مجلس کي هم د ترمپ پرضد د استیضاح پروسه د ديموکراتانو او لسو جمهوري غوښتونکو وکیلانو په ملاتړ شروع سوې وه او په سنا کي اوسنۍ پروسه هم د هغه مطابق ادامه پیدا کوي. خو وروستۍ فیصله به سنا کوي. سنا اوس په حقیقت کي د یوې محکمې رول غوره کړی دی.

که په سنا کي د استیضاح پروسه د شروع کیدو فیصله وسي، مدعیان او مدعي علیه ټیمونه د نن چهارشنبې څخه دوې ورځي وخت لري چي د ترمپ پرضد یا دفاع دلایل وړاندي کړي.

د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کي ترمپ لومړی جمهوررئیس دی چي پرضد یې د قدرت څخه د لیري کیدو پروسه شروع کیږي. هغه لومړی پخوانی جمهوررئیس هم دی چي د مقام څخه تر لیري کیدو وروسته یې پرضد د استیضاح پروسه شروع کیږي.

د ۷۴ کلن ترمپ د ولسمشرۍ دوره د روان کال د جنوري مياشتي پر ۲۰ نېټه پای ته ورسېده او ځای يې نوي انتخاب سوي ولسمشر جو بايدن ونيو.