ترمپ له سوماليا هم خپل عسکر وباسي
۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبهپنتاګون اعلان کړی دی چې د جنورۍ مياشتې تر نيمايي پورې به په سوماليا کې د مېشتو امريکايي سرتېرو لويه برخه ووځي.خو د متحده آيالاتو د دفاع وزارت د ځواکونو د اوسني او راتلونکي شمېر په هکله دقيقې څرګندونې ونه کړې.
د رسنيو د راپورونو په حواله دا مهال تقريبا ۷۰۰ امريکایي عسکر په سوماليا کې مېشت دي. متحده آيالات هلته د سوماليا له حکومت او امنيتي ځواکونو څخه د الشباب ترهګرې ډلې په وړاندې په مبارزه کې ملاتړ کوي. دغه ډله د دې هېواد په مرکزي او سويلي سيمو کې لويې برخې تر خپل کنترول لاندې لري.
په ګاونډیو هېوادونو کې مېشتېدل
پنتاګون دا هم ويلي دي چې ځينې عسکر به د دغې پرېکړې له مخې له ختيځې افريقا څخه نورو هېوادونو ته ولېږل شي. خو پاتې برخه به يې د سوماليا په ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای شي څو پر يادې تاوتريخجنې او افراطي الشباب ډلې باندې فشار وساتلی شي. په خبره يې امريکا متحده آيالات له افريقا څخه نه په شا کيږي.
د خپلې کاري دورې په لږ پاتې وخت کې ترمپ د امريکايي پوځ ماموريتونه له سره ترتيب کړي دي. د نومبر مياشتې په نيمايي کې يې اعلان کړی و چې د جنورۍ تر ۱۵مې پورې به په افغانستان او عراق کې په هر يوه دغه هېواد کې د عسکرو شمېر تقريبا ۲۵۰۰ تنه راکم کړي. په دې سره به د ځواکونو کموالی د جو بايدن د لوړې له مراسمو څخه چې د جنورۍ په ۲۰مه ټاکل شوي دي، يوازې يو څو ورځې مخکې تر سره شي.
میلر سوماليا ته سفر کړی دی
له سوماليا څخه د وتلو امر يوازې يوه اوونۍ وروسته له هغه کيږي چې د پنتاګون مشر، کريستوفر ميلر، چې يوازې يو څو اوونۍ کيږي چې د امریکا د دفاع وزير په توګه مقرر شوی دی، د شکرانې مېلې په درشل کې د سوماليا پلازمېنې موګاديشو ته تاريخي سفر کړی و. تر دې مخکې د متحده آيالاتو د دفاع هيڅ کوم وزير هم سوماليا ته سفر نه و کړی.
واشنګټن د الشباب ډله د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي کوي. دغه ډله د القاعده له تندلارې شبکې سره تړاو لري. د الشباب تقريبا ۵۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې جنګيالي غواړي چې د سوماليا حکومت را وپرځوي.
د روان میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې خپور شوی د متحده آيالاتو په يوه رپوټ کې راغلي دي چې د الشباب څخه «خطر په زياتېدو» دی. په دغه رپوټ کې خبرداری هم ورکړل شوی چې د الشباب جنګيالي د دې هدف لري چې د متحده آيالاتو په خاوره کې يو تروريستي بريد تر سره کړي.
gri/bru/ن ص/ خ ح