ترمپ په امريکا کې له «ګډوډيو» څخه خبرداری ورکړ
۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبهترمپ خپلو پلويانو ته ويلي دي چې ښايي د راتلونکي سه شنبې ورځې د ولسمشريزو انتخاباتو پايلو ته بايد يو څو اوونۍ انتظار وباسي. دغه خبره ترمپ د پنسلوينيا آيالت په نيوټن ښار کې وکړه. د ترمپ دغه خبرداری د سړک په سر ګډوډيو ته اشاره نه ده، بلکې مقصد يې د ليک يا خط په واسطه ورکړل شوې رايې دي.
د هغه جمهوري غوښتونکي ګوند هڅه کړې وه چې په پنسلوينيا کې د دغسې انتخاباتي ليکونو په واسطه د ورکړل شويو رايو د شمېرنې د مهلت د اوږدېدو مخه د حقوقي لارې ونيسي، خو په دې چاره کې ناکامه شوی وو. د ليک د لارې ورکړل شوې رايې چې د پُستې له خوا د مهلت سره سمه ټاپه ولري بايد اوس وشمېرل شي، که حتی د نومبر د دريمې نېټې يعنې د انتخاباتو د ورځې درې ورځې وروسته هم ورسيږي.
ترمپ د سترې محکمې له پرېکړې شکايت وکړ
که د ترمپ او د هغه د دموکرات سيال جو بايدن تر منځ سيالي ډېره جوخته وي، نو کېدای شي د پنسلوينيا رايې تعيينونکی نقش ولري. نه دموکراتان او نه جمهوري غوښتونکي په دغه آيالت کې د يو څرګند اکثريت سره اټکل کولی شي.
ترمپ اوس په واشنګټن کې د هېواد پر سترې محکمې باندې تور ولګاوه چې د خط په واسطه د رايو په پرېښودلو سره يې ګويا يوه «خرابه، ناوړه سياسي پرېکړه» کړې ده. ترمپ خبرداری ورکړ چې ښايي «ډېر بد شيان» او «خطرناک څه» پېښ شي، په داسې حال کې چې د رايو د شمېرلو بهير به جاري وي. خو ترمپ په دې هکله نور دقيق وضاحت ورنه کړ.
haz/wa (dpa, rtr)