انځورونه: د ونو ۱۱ حيرانوونکي ځانگړتياوي
وني له هوا کاربن جذبوي، د وحشي حيواناتو د ژوند کولو ځای وي او زموږ روح ته ارامتیا بخښې. خو آيا پوهيدلئ چې هغوی يو له بل سره «خبرې کوي» او کله چې حمله پرې وشي يو بل ته د خبرداري پيغامونه استوي؟
۶۰ زره ډوله وني
د امريکا د ييل پوهنتون د څېړونکو په مشرۍ یوې نړیوالې سروي له مخې، په ټوله نړۍ کې کابو درې تریليونه ونې شته چي ۶۰ زره ډوله لري چې تر نيمايي زيات ډولونه يې ځايي دي. په دي معنا چې په يوه خاص هيواد کي پيدا کيږې. برازيل، کلمبيا او اندونيزيا د ونو تر ټولو زيات ډولونه لري. خو يو بد خبر: د بشر تمدن له پيل راهيسي د مځکي پرمخ وني ۴۶ سلنه کمې شوي دي.
ونې مهاجرت کوي
ښکاره ده چې ونې حرکت نشي کولای، خو د اقليم بدلون د فشار له وجې هغوی کولای شي خپل د تراکم مرکز بدل کړي. په يوه څيړنه کې چې د ۱۹۸۰ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ شوې، د امريکا په ختيځ کي ۷۳ سلنه ونو د لويديځ پر لور چيري چې بارانونه ډير ول حرکت کړی دی. پاتې نورې ونې هم ظاهراً د هوا د تودوخې له کبله د قطب پر لور تللي دي. په منځني ډول هغوي په هره لسیزه کي ۱۶ کيلومتره ځای پر ځای شوي دي.
په ښارونو کي د هوا سړول
وني نه يوازې سيوری غوړوي، بلکې کولي شی د اکسيجن جزبولو او د پاڼو له لارې هوا ته په اوبو خپرولو سره تودوخه کمه کړي. امکان لري ښاري سيمې په دوبې کې په «تودو او سوزونکو سیمو بدل شي» خو د ونو سيوري کولی شي په ښارونو کي د هوا تودوخه د سانتي ګراد تر پنځه درجې ټيټه کړي.
د زيان رسونکو موادو جزبونکي
ونې له هوا څخه کاربن دای اکسايد ګاز جزبوي او د اقلیم بدلون په مبارزه کي مهم نقش لري. ونې کولی شي په خپلو پاڼو سره په هوا کي خپاره کوچني ذرات ځانته جذب او هوا فلتر کړي.
د انسان روغتيا بخښونکي
ونې کولی شي زموږ سترس کم کړي او مرسته راسره وکړی چې ځان خوشاله او سالم احساس کړو. څېړنو ښودلې چې په طبيعت کې ونو او ګلانو ته په کتو سره د انسان د وينی فشار ټيټيږې انديښنه يې له منځه ځي او خوب يې ښه کيږې.
ونې يو له بل سره خبرې کوي
ځنګلونه د اړيکو ټينګولو خپل خاص سیستم لري، لکه تر مځکي لاندې انترنت چې يو له بل سره اړيکي لري او د ګواښونکو حالاتو لکه وچکالي او ناروغيو په اړه پيغامونه سره لېږي.
د سيگنال لېږل
ونې نه شې کولې له ګیاه خوړونکو څخه وتښتي. خو هغوی کولی شي د يوه گواښونکي ترکيب په توگه خپل کیماوي مواد آزد کړي چې خپل په شان ونو ته وايې: په سیمه کي ګواښ شته. څېړنو ښوولې ده چې ونې داسي مواد توليدوي چې پاڼې يې ترخې شي.
د مرستې غوښتنه
کله چې ځنې وني لکه د مڼو ونې او ځيني بوټې لکه رومي بانجان، بادرنګ او لوبيا د حشراتو په کلابندۍ کې راځې له ځانه هوا ته يو ډول کيماوي ترکيب ازادوي.
متوسلاه، په نړۍ کې تر ټولو پخوانۍ ونه
ونې په نړۍ کې تر ټولو لرغوني ژوندي موجودات دي. د هغوی ځينې يې په سلونو يا زرنو کلونه ژوند کوي. د نوملړ له مخې تر ټولو لرغونې ونه چې تر اوسه پيژندل شوې، بريستلکون ونه ده چې د کليفورنیا په سپينو غرونو کې ده. د ونې نوم متوسلاه دی او لرغونتوب يې کابو ۴ زره او ۸۵۰ کاله دی. دقيق ځای يې د حفاظتي تدابيرو له کبله پټ ساتل شوی دی.
هيپرون ونه
کله چې د هيپرون ونه ياديږې، نو يوازي يو عکس نه شې کولی ټول مفهوم افاده کړي. تر ټولو لوړه ونه د کاليفورنيا په ملي پارک رد وود (سور لرګی) کې ده چې لوړوالی يې ۱۱۵متره (۳۸۰ فوټه) دی.
ژنرال شرمن
ژنرال شرمن يوه بله ريکارد ماتونکي ده. دا د دیب په توګه ستره ونه ده چې د امريکا پوځ د عمومي قومندان ويليام شرمن په نوم نول شوې ده. د دې ونې لوړوالی ۸۲،۸ متره او پنډوالی يې ۷،۷ متره دی. د اټکل له مخې د دې ونې عمر تر دوه زره کاله زيات ګڼل کيږې. دغه ونه د کليفورنيا په ملي پارک سکويا کي ولاړه ده.