1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توني بلیر: د لومړي وزارت له دورې مي خوند نه اخيست

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر څرګنده کړې چې د لومړي وزیر په توګه له کار کولو یې خوند نه اخیست. بیلر له ۱۹۹۷م کال نه تر ۲۰۰۷ کاله پورې ‌د بریتانیا لومړی وزیر وو.

https://p.dw.com/p/3rWTB
Großbritannien London - Tony Blair hält Rede zu Brexit
انځور: picture.alliance/ZUMAPRESS/R. Pinney

له بي بي سي سره په خبرو کې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر ویلي چې د لومړي وزیر په توګه له کار څخه یې خوند نه دی اخیستی. د بي بي سي په یوه خپرونه کې چې په تیرو ۳۰۰ کلونو کې د بریتانیا د لومړي وزیرانو د نقش د بدلون په هکله جوړه شوې وه، بلیر وویل: «هره ورځ باید پریکړې وکړئ او هره ورځ تاسې باید ډیر په احتیاط قدم پورته کړئ داسې چې د خپلې کورنۍ په هکله پریکړې کوئ.»

د هغه په خبره، له همدې کبله هغه په دې نه دی پوهیدلی چې د لومړي وزیر په توګه یې له خپل کاره خوند اخیستی دی که نه.

د بلیر په خبره، تر ټولو جالبه دا ده چې د لومړي وزیر په توګه په داسې حال کې کار پیلوئ چې ډیر ښه شهرت لرئ او لږ وړتیا لرئ خو کاري دوره داسې مهال بیا پای ته رسیږي چې لږ ښه شهرت لرئ او ډیرې وړتیاوې ترلاسه کوئ.

د بریتانیا دغه لومړی وزیر کله چې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۷م کال کې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، د خپل سیاست له کبله یې ډیر شهرت ترلاسه کړی وو، خو عراق او افغانستان ته د بریتانوي عسکرو د لیږلو تر پریکړې وروسته، هغه د بریتانویانو اعتماد له لاسه ورکړ او بیا وروسته یې له خپلې دندې استعفا وکړه. تر هغه وروسته ګوردن براون د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د بي بي سي په دغه خپرونه کې د بریتانیا پخوانیو لومړي وزیرانو ډاویډ کامیرون او جان میجر او همدا راز د بریتانیا اوسني لومړي وزیر بوریس جانسن هم ګډون درلود. کامرون په دې خپرونه کې وویل چې د بریتانیا د نورو ادارو په پرتله د لومړي وزیر دفتر ډیر کوچنی او ډیر کم واک لري.