1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورامریکا متحده ایالات

د مایکل جکسن ورور، ۷۰ کلن تيتو جکسن مړ شو

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

امریکايي ګيتارغږونکی او د نوموتي امریکايي سندرغاړې مایکل جکسن او سندرغاړې جانیت جکسن مشر ورور، تيتو جکسن د ۷۰ کلونو په عمر ومړ. د جکسن زامنو د خپل پلار مړينه تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kfwj
د جکسن کورنۍ چې له کيڼ لوره، جانیت جکسن، پاندې جکسن، جيکي جکسن، تیتو جکسن، جرماین جکسن او مرلان جکسن لیدل کیږي
تيتو جکسن (له ښي لور دریم کس) د خپلې کورنۍ، جکسن۵ په نوم د هنري ډلې، له اصلي غړو يو وو انځور: AP

د فرانسې خبري آژانس په وینا، د تیو جکسن زامنو تاج، تاريل او تي جي د یکشنبې په ورځ ناوخته د خپل پلار د مړيني خبر تائید کړ. دوي ويلي دي: «په ډېرې خواشينۍ سره موږ اعلانوو چې زموږ ګران پلار، د «راک اينډ رول د مشاهرو تالار» تیتو جکسن نور زموږ په منځ کې نشته.»

د جکسن د کورنۍ یو ملګري، ستيف ماننیګ، انترټایمنټ ټونايټ (ET) تلویزون ته ويلي دي چې تیتو يکشنبه په داسې حال کې چې له نیو مکسیکو په اوکلاما کې خپل کور پر لور ېې موټر چلاوه، ظاهراً د زړه حملې له کبله مړه شوی دی.

د تيتو جکسن زامنو د خپل پلار مرګ یوه «ټګان ورکونکې، غمجنه او زړه ماتوونکی» پېښه بللې ده. دوي ويلي دي چې «پلار ېې یو غښتلی سړی وو چې د هر چا د ودې او هوساينې فکر ېې درلود.»

تاج، تاریل او تي جي ويلي چې پلار به ېې تل دوی ته نصیحت کاوه چې «له یو بل سره مينه وکړئ.»

تيتو په وروستیو کې له خپلو وروڼو مرلان او جکي سره د جکسن ډلې په توګه په آلمان، انګلستان او د امریکا په کالیفورنیا کې کنسرتونه درلودل.

جو جکسن له خپلو زامنو سره - جکسن ۵ سره
په دغه د ۱۹۷۱ کال په انځور کې تیتو جکسن له خپلو وروڼو او پلار جو جکسن سره لېدل کيږيانځور: Imago/ZUMA Press/P. Roach

تيتو د خپلې کورنۍ، جکسن۵ په نوم د هنري ډلې، له اصلي غړو يو وو. د دغې ډلې نور غړي د هغه وروڼه جکي، جرماین، مرلان او مایکل جکسن وو.

جکسن۵ ډلې، په ۱۹۶۹ کې د موسيقي د ثبت له موټاون شرکت سره تر تړون وروسته یو لړ نړېوالې لاسته راوړنې درلودې. په دغو لاسته راوړنو کې د ۱۹۶۰م کلونو په وروستیو کې «زه تا بېرته غواړم» او د ۷۰مې لسیزې په سر کې د «زه به هلته یم» او «اې بي سي» سندرې شاملي دي.

مایکل جکسن د کورنۍ کشر ورور وو چې په ۲۰۰۹م کال د ۵۰ کلونو په عمر ومړ. سندرغاړې جانت جکسن د دوی کشرۍ خور ده.

تیتو له خپلو وروڼو سره په ۱۹۹۷ کې د موتاون له وتلې سندرغاړې دیانا روز سره په ګډه د «راک اينډ رول د مشاهرو تالار» کې داخل شول.

 د تیتو جکسن د ويب پاڼې پر اساس، هغه له ۲۰۲۳م کال راهيسې له خپل بیګ بلوز او فنک باند سره کنسرټونه اجرا کول.

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل