ټرمپ له لوړه کولو مخکې لا ګډوډۍ رامنځته کړي
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبهپه داسې حال کې چې د واک پریښودونکی ولسمشر جو بایډن په لویه کچه د رسنیو له نظره پناه شوی دی، د هغه ځای ناستی ډونالډ ټرمپ د ګواښونو، احساساتي اعلامیو او لومړنیو سیاسي مداخلو له لارې د رسنيو سرټکی جوړوي.
په تېرو څو ورځو کې ټرمپ پاناما ته د هغه کانال د بیا نیولو ګواښ وکړ چې پخوا د امریکا په کنټرول کې و، او د کانګريس په بودیجوي شخړه کې یې هم مداخله وکړه چې نږدې د فدرالي ادارو د بندېدو لامل شوې وه. د خپلې نوې دورې له پیل مخکې، دا توند ښې اړخي سیاسي مشر د ناامیدۍ او ډرامې فضا رامنځته کړې، چې د هغه د ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ لومړۍ دورې ته ورته ده چې په دوامداره توګه د ګډوډیو، رسوایۍ او استعفاوو ډکه وه.
مسک د آلمان صدراعظم «بېکفايته احمق» بللی
د ترمپ په دوهمه دوره کي امکان لري ګډوډي نوره هم زياته شي، ځکه چې د هغه ترڅنګ د ايلن ماسک په شان يوه بله شخړيزه څېره شته. د ټیکنالوژۍ د ډګر دغه میلیاردر چې یوازې څو میاشتې مخکې د ټرمپ متحد شو، ټاکل شوې د راتلونکې ادارې لپاره د بيوروکراسي کمولو او د ادارو د موثریت د زیاتولو مسئولیت ولري. خو لا له اوسه د هغه مداخلې په بېلابېلو سیاسي مسایلو کې په نړیواله کچه د لانجو لامل شوې دي.
د بېلګې په توګه مسک د آلمان په ماګډیبورګ کې تر برید وروسته د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ "بې کفایته احمق" وباله او د هغه د استعفا غوښتنه یې وکړه. د برېښايي موټرو جوړونکي شرکت ټيسلا او د خلايي خدماتو د کمپنۍ SpaceX دغه څښتن څو ورځې مخکې د آلمان د ښي اړخي افراطي ګوند AfD لپاره په ټاکنو کې د رايه ورکولو سپارښتنه کړې وه. په آلمان کې هم د دغې پيښې وروسته د آلمان پر حکومت زياتې پوښتنې راولاړې شوي وې.
ټرمپ او مسک دواړه د "موجودو قوانینو او جوړښتونو ماتولو" پر تګلاره باور لري. د دوی دغې تګلارې په اکثرو مواردو کې سمدستي د حيرانۍ، ګډوډۍ او ګنګسۍ فضا رامنځته کړې ده.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا ډېر خلک حیران دي چې ایا د ټرمپ ځینې اعلامیې باید جدي ونیول شي او که نه. د مثال په توګه، کله چې هغه د پاناما کانال د بیا نیولو ګواښ وکړ. پوښتنه دا ده چې ایا هغه به په حقیقت کې تر داسې حده لاړ شي چې د دې حیاتي اوبو لارې د ترلاسه کولو لپاره په مرکزي امریکا کې اقدام وکړي؟
د اوکراين په تړاو ناڅرګنده تګلاره
په ورته ډول، لا هم دا معلومه نه ده چې ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره څه ډول مشخص پلان لري. که څه هم هغه د خپلې انتخاباتي مبارزې پر مهال په "۲۴ ساعتونو کې" د جګړې ختمولو وعده کړې وه، خو تر اوسه یې د دې لپاره کوم واضحه لاره نده وړاندې کړې.
دا هم معلومه نه ده چې ټرمپ به د اوکراین لپاره د امریکا د میلیاردي مرستو په کمولو کې تر کومې پولې ولاړ شي یا روسیې ته به د اوکراین د ځمکو د ورکړې په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.
ټرمپ په یوه وروستۍ خبري غونډه کې یوازې دومره وویل چې غواړي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د "وینې تویولو" د ختمولو په اړه خبرې وکړي.
په جورج واشنګټن پوهنتون کې سیاسي کارپوه ټاډ بیلټ وايي: "موږ به د ټرمپ په دویمه دوره کې له لومړۍ دورې څخه لا زیات ګډوډی ووینو". دغه کارپوه د ټرمپ وروستۍ اعلامیې د هغه د بیا راتګ وروسته د حالاتو یوه "ښه نښه" يادوي.
د لا زياتو افراطي اقداماتو امکان
اکثره څارونکي تمه لري چې ټرمپ به په خپله دویمه دوره کې لا زیات افراطي اقدامات وکړي. هغه ته د امریکا سترې محکمې پراخ مصونیت ورکړی او د کانګريس دواړې خونې د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند په کنټرول کې دي.
خو د ټرمپ لپاره شرایط په بشپړ ډول مناسب نه دي. د بیلګې په توګه د هغه له خوا د عدلیې وزارت لپاره وړاندیز شوی ډېر توند ښې اړخی کاندید، مېټ ګیټز، حتی په جمهوري غوښتونکو کې هم مخالفتونه راوپارول او په پايله کې له نوماندۍ تېر شو. د شنبې په شپه د بودیجې په اړه د هوکړې تر لاسه کول د ټرمپ لپاره یوه بله ناکامي وه. دا هوکړې د ټرمپ لخوا د ټاکل شویو لومړیتوبونو سره سمون نه درلود.
د ایلن ماسک، زیاتېدونکی سیاسي رول د ګډوډۍ بل لامل کیدی شي او په راتلونکي کې د هغه او ټرمپ ترمنځ شخړې هم امکان لري. د "اکسیوس" په نوم رسنۍ ویلي، ټرمپ د خپلو متحدینو "وفاداري او شهرت" خوښوي، خو یوازې تر هغه چې دا شهرت د هغه خپل برلاسي له ګواښ سره مخ نه کړي.