په ۲۰۲۱م کال کي د نړۍ جذاب ښارونه
د اروپا ځينو ښارونو د کرونا پاندیمي پر مهال په ښکاره خپل جذابيت له لاسه ورکړی. د يوې څېړنيزې موسسې د معلوماتو له مخې اوس ښه دا ده چې د نړۍ په کوم بل کنج کې ژوند وکړو. تر ټولو ښه ښارونه په آرام سمندر کې واقع دي.
نيوزيلند/ اوکلند
د (Economist Inelligence Unit (EIU موسسې د نوم لړ له مخې په ۲۰۲۱م کال کې اوکلند غوره شوی دی. د نوي زيلاند يوازني ستر ښار له ۱۰۰ احتمالي امتيازونو څخه ۹۶ ترلاسه کړي دي. د ښارونو د ارزوني له پاره شپږ موضوعګاني په پام کي نيول شوي. دا هر يو يې د څوو معيارونو لرونکي دي. له هغې څخه سیاسی ثبات، روغتيا پالنه، فرهنګ، چاپيٍريال ساتنه، زده کړه او زيربناوي.
د جاپان مرغلره/ اوزاکا
اوزکا په دویم کتار کي دی. دغه ستر اقتصادي ښار په خاصه توګه په خوندرو خوړو سره مشهور دی. سره له دي، د EIU په نوم لړ کې پر نورو دلايلو سره، له ورته ښارونو څخه ډېر مخکي دې: اوزاکا د ثبات، جناي جرمونو ته د سزا اندازه او د روغتيا پالني له مخې تر نورو ښه دی.
آدلاید/استراليا
د استراليا ستر ښار ملبورن څو کاله د يادې موسسې د نوم لړ په سر کې وو، تر څو چې په ۲۰۱۸م کال کي خپل ځاي ويانا ته ورکړ. سږکال دغه ښار حتي و توانيد چې خپل ښترا ځای په ملي کچه وساتي. اوس مهال آدلايد په ملي کچه لومړی مقام او په نړۍ کي دريم مقام تر لاسه کړی دی.
ویانا: خپل ځاي آدلايد ته ورکړ
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال کي د اتريش پلازمېنه په نړيوال نوم لړ کي لوړ ترین وو. د EIU موسسي په ۲۰۲۰م کال کي کوم رپوټ خپور نه کړ، ځکه د کرونايې محدوديتونو له کبله عادلانه ارزونه يې نه شوای کولی. کوويد ۱۹ د دې سبب شوو چې اروپايي ښارونه په دغه نوم لړ کي راولويږې. ويانا د دغه موسسې د نوم لړ په څلورم کتار کي راځي.
پراگ: د روغيتا پالني په برخه کي سخت زيان وليد
د چک پلازمېني تر ټولو زيات زيان ليدلی. په والدوا کې «طلاي ښار» د EIU په نوم لړ کې کابو لس امتيازه له لاسه ورکړي. د دي اصلي دلیل د پانديمي ډيريدل دي. چک جمهوريت ډېره موده يو له هغو هيوادونو څخه وو چې په کرونا د اخته کسانو شمير پکې زيات وو. اوس پراګ په نوم لړ کي ۷۴ مقام خپل کړی.
د آلمان ښارونه
د آلمان دريو محبوبو ښارونو هر يوه تر اتو امتيازو زيات له لاسه ورکړي. هامبورګ، فرانکفورت او دوسلدورف. د کاناډا ښارونه لکه مونترال، ونکوور او تورنتو چې مخکي د ډېرو امتازونو درلودونکي وو د پام وړ کمښت پکي راغلی. په (پورتني عکس) کې هامبورګ چې د آلمان بندري ښار دی د ۱۴۰ ښارونو په منځ کې ډير سقوط تجربه کړی: په نوم لړ کې له ۱۳ څخه ۴۷ ته ښکته شوی دی.
د اسپانيا د ښارونو محبوبيت د زياتوالي په حال کي
په اروپا کې داسي ښارونه شته چې د کرونا له سختيو سره يې بيا هم د EIU په نوم لړ کي وده کړې. په خاصه توګه د اسپانيا غټ ښارونه په دي تړاو مخکي دي. د دغه هيواد پلازمېنې مادريد د ۲۵ امتيازه په اخيستلو سره ۱۹ مقام اخیستی دی. دغه راز بارسلونا له ۳۲م څخه ۱۶ مقام ته رسیدلی دی.
هونولولو: ګټونکی
له لسو څخه اوه ښارونه چې د تير په پرتله يې ډېر امتيازات اخيستي دي، په امريکا متحده ايالاتو کي دي. د هغوی په سر کي هونولولو واقع دی. د هاوايی پلازمېني د نه باور ټوپ وهلی دی او ۴۶م څخه ۱۴ مقام ته رسېدلی. نورو ښکلو ښارونو لکه ويانا او بارسلونا سره يې ځای نيولی دی. په احتمالي توګه د هاوايی ټاپويې موقعيت د دې سبب شوی چې له کرونا سره په ښه توګه مبارزه وکړي.