امریکا د حوثي یاغیانو د وسلو ډېپوګان بمبار کړي دي
۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبهد امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید آسټن څرګنده کړې ده چې «امریکایي ځواکونو د حوثي یاغیانو څو تر ځمکې لاندې تاسیسات په نخښه کړي دي چې په هغو کې بیلابیلې وسلې موجودې وې او حوثي یاغیانو په ټوله سیمه کې پر ملکي او پوځي کښتیو د بریدونو له پاره کارولي.«
آسټین زیاته کړې ده چې "بي ۲" الوتکو تر ځمکې لاندې د وسلو په پنځو ډېپوګان دقیق بمبار کړي دي.
د هغه په وینا هغه الوتکي چې رادار يې نه سي کشفولای د امريکا متحده ايالاتو هغه توان ښيي چې کولای سي هرځای د دغه شان اهداف د په نخښه کولو اقدام وکړي.
حوثي ملېشې، د لبنان د حزب الله ډلي په شان د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" برخه ده چې د اسرائیل پر ضد فعاليت کوي او په غزه کې د حماس ډله هم پکې شامله ده. حوثي ياغيانو له کلونو راهیسې د یمن ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او په پرله پسې ډول په سرې بحیره او عدن خلیج کې پر کښتیو بریدونه کوي. دغې ډلې ویلي دي چې دا بریدونه له فلسطینیانو سره د پیوستون څرګندولو په توګه ترسره کوي.
امریکا متحده ایالات او بریتانیا د دغو اقداماتو په ځواب کې له جنورۍ مياشتي راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه کوي.
آستين زیاته کړې ده: »د ولسمشر بایډن د حکم پر اساس، ما دا هدفي بریدونه تائید کړل ترڅو د حوثیانو د بې ثباته کوونکي کړه وړه وړتیا کمه کړو تر څو په اوبو کې د نړۍ یوه مهمه لار وساتو او دفاع يې وکړو.«
د امریکا مرکزي قوماندې (سنتکام) په خواله رسنیو کې وویل چې د چهارشنبې د ورځي بریدونو ملکي تلفات نه لرل.
ش/ا ن/ز (AFP)