ریچارډ بینټ بیا د مطیع الله ویسا د خلاصون غوښتنه وکړه
۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبهد افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بینیټ په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي دي چې «د قلم لاري د بنسټګر مطیع الله ویسا د بندي کیدو دوام خپلسري او غیر عادلانه دی.»
په دې وروستیو کې د قلم لارنسټ هم په یوه خپره سوې ویناپاڼه کې د مطیع الله ویسا د اوږدې مودې توقیف په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اړوند مطالب:«طالبانو د نجونو د زده کړو ملاتړی مطیع الله ویسا نیولی»
د دغې اعلامیې له مخې، چې د دې قضیې په اړه هیڅ وضاحت نسته. او دغه بنسټ ادعا کړې ده چې د دغه ښوونیز فعال لومړني حقونه په توقیف خونه کې تر پښو لاندې سوي دي. او ویل سوي دي چې په نږدې څلورو میاشتو کې هغه ته د قانوني دفاع حق او فرصت نه ورکول کېږي.
د دویچه ویله فیس بوک پاڼه درسره تعقیب کړئ
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ په ټویټر کې لیکلي دي چې «هغه حق لري چې وکیل ته لاسرسی ولري او له خپلې کورنۍ سره وګوري. زه یوځل بیا د هغه د سمدستي او بیله شرطه د خوشې کیدو غوښتنه کوم.»
طالبانو ویسا په افغانستان کې د مشکوکو فعالیتونو په تور نیولی دی. هغه د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو له پاره کمپاین کاوه.
اړوندمطالب:طالبان وايي د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري
شاوخوا دوه کاله کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. د دغې ډلې سختو قوانینو په دغه هيواد کې د ښځو پر بېلابېلو برخو بندیزونه هم لګولي دي. د دغو فرمانونو انتقاد کوونکې یو په بل پسې زندانې کیږي.
(dpa)nm/pa