زیلنسکي: د لیسیچانسک پر سقوط سربیره جگړه ادامه لري
۱۴۰۱ تیر ۱۴, سهشنبهد آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخي، د سه شنبه په ورځ د جولای پر پنځمه په ټول اوکراین کي د هوایي برید د خطر زنگ وږغول سو. د دغه هیواد د شمال ختیځ په یوه سیمه کي د څو راکټونو د توغولو رپوټ ورکول سوی دی چي له امله یې ډیری کسان زخمیان سوي دي.
زیلنسکي په خپلي ورځنۍ ویډیو کي ویلي دي چي اوکراین باید اوس تر ټولو د مخه د ژمي د انرژۍ د برابرولو له پاره تیار وي. د هغه په خبره د دغه هیواد د اقتصاد ډیره برخه د روسیې د بریدونو له امله په ټپه دریدلې او په زرونو شرکتونه او اقتصادي تاسیسات د توقف په حال کي دي.
د اوکراین ولسمشر ټینگار وکړ چي د دغه هیواد بیارغونه باید یوازي د نړیدلو دیوالونو بیرته پورته کول نه وي. زیلنسکي وویل، اوکراین باید په اروپا کي تر ټولو آزاد، موډرن او آرام هیواد وگرځي.
د اوکراین د بیا رغوني له پاره ۷۵۰ میلیارډه ډالر
د اوکراین د بیارغوني په اړه لومړنی ستر کنفرانس د سویس د لوگانوی په ښار کي ادامه لری. د اوکراین لومړي وزیر دنیس شمیهال د دوشنبه په ورځ په دغه کنفرانس کي وویل چي د هغه په اټکل شاوخوا ۷۵۰ میلیارډه ډالر چی تقریباً ۷۲۰ میلیونه یورو کیږي، د دغه هیواد د بیارغوني له پاره په کار دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دغه کنفرانس کي غوښتنه وکړه چي د اوکراین بیارغونه دي ژر تر ژره پیل سي او دا چي دا کار بايد د جگړې پای ته منتظر پاته نه سي.
یوازي په هغو سیمو کي چي روسي ځواکونه ورڅخه شړل سوي، په لسو زره ویجاړسوي کورونه پاته دي.
"جگړه ادامه لري"
زیلنسکي ټینگار وکړ چي د روسي ځواکونو له خوا د لیسیچانسک د ښار پر بشپړ نیولو سربیره هم د اوکراین په ختیځ کي جگړه ادامه لري. د روسیې پوځ د لیسیچانسک د ښار په نیولو سره ، د لوهانسک د سیمي پر ډیره برخه باندي تسلط په لاس راوړی دی. د دغي سیمي بشپړ اشغال د روسيې له اهدافو څخه يو مهم هدف و.
زیلنسکي ویلي چي د اوکراین ځواکونه هره ورځ روسیې ته یوه ضربه ورکوي. هغه وویل: »موږ باید هغوی پر گونډو کړو.« په عین حال کی یې څرگنده کړه چي دغه کار بشري هلو ځلو ته اړتیا لري خو د اوکراین د راتلونکي د تضمین له پاره بله لار نسته.
زیلنسکي وویل چی هغه ډاډه دی چي اوکراین به د روسیې په واسطه اشغال سوي سیمي بیرته په لاس راوړي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان وویل چي د لیسیچانسک له ښاره د دغه هیواد د ځواکونو تر شاتگ وروسته، هغوی اوس د اوکراین په ختیځ د دونتسک د سیمي د آزاده کولو له پاره ځای پرځای سوي او د دونتسک گاونډۍ سیمي ته انتقال سوي دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان د دوشنبه په شپه په فیسبوک کي خبر ورکړ چي د اوکراین ځواکونه پر دې توانیدلي چي د لوهانسک سره په سرحد کی د بیلوهوریوکا او ورچنیوکامیانسک په ښارونو کي د روسیې برید په بریالیتوب سره خنثی کړي.
د زیلنسکي مشاور ، اولکسي آرستوویچ ډاډ ورکړی چي د اوکراین ځواکونه د لیسیچانسک تر پریښودلو وروسته کولای سي خپلي دفاعي کرښي د جگړې په نورو لومړنیو سیمو کي تثیبت کړي. هغه د یوتیوب په کانال کي وویل چي په دې ډول سړی کولای سي ووایي چي د روسیې پوځ د لوهانسک سیمه فتح کړې ده.
د روسیې له خوا نیول سوو سیمو څخه رپوټونه وایي چي مسکو هلي ځلي کوي چی په دغه سیمه کي خپله پښه ټینگه کړي. د مثال په ډول د خرسون په سیمه کي د روسیې روبل د رایجي پیسې په توگه اعلان سول او د دغه هیواد ښاریانو ته په ځانگړي نښي سره روسي پاسپورټ ورکول کیږي. د روسیې د نظامي مدیریت مرستیال ټینگار کړی چي د دغه ډول اقداماتو هدف له روسیې سره د دغي سیمي د خلکو پیوستون دی. هغه په تیلگرام کي لیکلي چي د سه شنبه په ورځ یو نوی سیمه اییز حکومت د چارو اداره پرغاړه اخلي.
آ./گ.پ./ا.ا.