هند تر ټولو ارزانه الکترونيکي موټر بازار ته وړاندې کړی دی
۱۴۰۱ مهر ۸, جمعههندي کمپنۍ «ټاټا موټرز» خپل د یوه مشهور ماډل «ټیاګو» الیکترونيک ماډل معرفي کړی دی. د «ټیاګو ای وي» قیمت ۸۴۹۰۰۰ هندي روپۍ ټاکل شوی چې په دې هیواد کې تر ټولو ارزانه جوړیدونکی برقي موټر دی. دا قیمت د ۱۰۳۷۰ امریکایي ډالرو معادل کیږي.
ټاټا موټرز په هند کې د الکتورنيکي موټرو د جوړونې یوازنۍ شخصي کمپنۍ ده. ټیاګو ای وي موټر به بازار ته د دې کمپنۍ په لا زیات لاس رسي کې مرسته وکړي، ځکه دا یو داسې موټر دی چې د ټيټې بیې درلودلو له کبله به ورته لازیات خلک لاسرسی ولري.
په هندوستان کې حکومت د الیکترونيکي موټرو صنعت ته سبسيډي ورکوي. برقي موټرو جوړونکي زیاتره مشهورې نړیوالې کمپنۍ د درنو ټکسونو او سیمه ایز صنعت ته د سبسیډۍ ورکولو له امله تر اوسه پورې د هند له بازار څخه لیري پاتې شوي دي.
په لوموړي سر کې به د ټیاګو ای وي ماډل یوازې ۱۰ زره موټر بازار ته د خرڅولو له پاره وړاندې شي. د ټیاګو ای وي، تر ټولو کم قیمت لرونکی موټر یي تر یو ځل چارج کیدو وروسته ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي، په داسې حال کې چې قیمتي ماډل یي بیا تر ۳۱۵ کیلومترو پورې فاصله وهلی شي.
اړوند: د ټسلا کمپنۍ د برقي موټرو پلور ریکارډ کچې ته لوړ شوی
په هند کې تر ټیاګو ای وي وروسته تر ټولو ارزانه برقي موټر د «ټیاګو» کوچنی ورژن دی چې بیه یي د ۱۴۹۴۰ امریکایي ډالرو معادل دی. مهمه خبره دا ده چې په چین کې د تر ټولو ارزانه الیکترونيکي موټر بیه ۳۲۸۰۰ یوآن دی، چې ۴۵۲۵ ډالرو معادل کیږي.
د ټیاګو ای وي، د پيرونکو مصارف به پر فوسیلي انرژۍ د چلیدونکو موټرو په پرتله ۸۶ فیصده پورې را کم شي. یعنې دوی به د همدومره تګ راتګ له پاره د موجوده لګښت یوازې اومه برخه مصرفوي.
د ټاټا موټرز یوه لوړپوړي چارواکي شیلیش چندرا په حواله: «د ۶۲۰ میله یا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو له پاره عنعنوي ټیاګو ماډل موټر د ۷۵۰۰ هندي روپیو په ارزښت سون موادو ته ضرورت لري، په داسې حال کې چې د همدې واټن له پاره د ټیاګو ای وي، پر چارجولو یوازې د ۱۱۰۰ روپیو مصرف راځي.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز