طالبان: که ښځي حجاب مراعت نکړي، نارینه یې مجازات کیږي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبهد طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنكر وزارت دغه فرمان نن شنبه (د ۲۰۲۲ کال د می میاشتي اومه) صادر سوی او ټولو اداري مراجعو ته یې استولی دی. د نوي فرمان پراساس ښځي باید بغره (برقع) یا پوره حجاب وکړي او «تنګ حجاب» وانه غوندي. فرمان خبرداری ورکوي، چي په غیر د هغه به یې ولي یا نارینه مجازات سي.
ولي هغه څوک دی، چي په قانوني ډول سره د یوه یا څو کسانو ټوله او یا یوه برخه اختیارات ولري. مثلأ لکه پلار چي د نابالغه اولادو اختیارات لري. په عمومي مسایلو کي دولتي مسؤل کارمندان په خپله شغلي ساحه کي ولي بلل کیږي.
د طالبانو دغه دستور کیدلای سي د خلکو په منځ کي بیره نوره هم ډیره کړي او پر ښځو باندي په کور او کار کي ډیر فشار وارد کړي. د دغه فرمان په یوه پاراګراف کي راغلي دي:«په اول قدم کي بې حجابه ښځي وپيژندل سي. وروسته یې ولي ته توصیه او اخطار ورکول سی.»
د فرمان په یوه بل پاراګراف کي راغلي دي، چي په دوهم قدم کي به د بې حجابه ښځو ولي احضار او درې ورځي به بندي سي. په دریم ګام کي به محکمې ته راکش او سزأ ورکول سي.
طالبانو د غیرحکومتي خیریه سازمانو بې حجابه کارکونکي هم په دغه فرمان کي شاملي کړي دي او ویلي یې دي، چي ځواني ښځي باید د نامحرمه نارینه وو د لیدو پر وخت خپل ځان پټ کړي.
د دغه فرمان پراساس هغه ښځي چي په حکومتي ارګانو کي کار کوي او حجاب سم مراعت نکړي، د وظیفې څخه اخراجیږي.
د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت دغه فرمان د ټولو وزارتو د نمایندګانو په شمول یو هئیت تعین کړی دی، چي د ښځو حجاب به بررسي کوي. په فرمان کي همدارنګه راغلي دي، چي د رسنیو او منبرونو څخه دي دغه دستور ابلاغ سي.
په افغانستان کي قدرت ته د طالبانو تر رسیدو راوروسته هغوی پر خلګو، خصوصأ ښځو باندي ډیر محدودیتونه وضع کړی دي. هغوی تر ډیره حده پوري ښځي د کار او تحصیل څخه محرومي کړي دی.
سربیره پردې ښځي اجازه نلري، بیله محرم څخه د کور څخه لیري سفر وکړي. حتی موټروانانو ته یې اخطار ورکړی دی، چي په خپلو نقلیه وسایطو کي د بې حجابه ښځو د سپریدو څخه پرهیز وکړي. نارینه هم د دغو محدودیتو څخه خلاص ندي، مثلأ ږیره پریښوول، خولۍ پرسر کول او په کار کي محلي لباس اغوستل.
د طالبانو دغو اعمالو بین المللي عکس العملونه هم راپیدا کړي دي. ظاهرأ دغه محدودیتونه او د خلکو د ابتدايي حقوقو نقضول د دې سبب سوی دی، چي تر اتو میاشتو وروسته هم د دنیا یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.