د طالبانو ترراتلو وروسته د کابل پرهوايي میدان باندي هجوم
۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبهپرون یکشنبې (د اګست میاشتي ۱۵ مه) د وراخطايي او ګډودۍ دغه ډول صحنې د اجتماعي شبکو په ویدیوګانو کي لاس پرلاس کیدې. په ویدیوګانو کي همدارنګه لیدل کیږي، چي په سلهاوو کسان د میدان خواته روان دي. هلته خلګو کوښښ کاوه، چي د میدان تر کټارو ورواوړي او ځانونه طیارو ته ورورسوي.
داسي ناتایید سوي رپوټونه هم ورکول سوي دي، چي پنځه کسان په هوايي میدان کي مړه سوي دي. ویل کیږي، چي د دې دمخه امریکايي عسکرو، چي غواړي د میدان ساتنه وکړي، خطايي فیرونه کړي وه.
د کابل ښار یوه اوسیدونکي ویلي دي، چي یوه ورځ وروسته د دوشنبه په ورځ داسي اوازې خپرې سوې، چي هریو چي ځان میدان ته ورسوي، کولای سي انتقال سي. خو داسي هیڅ شواهد نسته چي دغه خبره دي صحت ولري.
د بلي خوا د اماراتو د شرکت ویب پاڼي پرون شپه خبر ورکړی دی، چي کابل ته یې خپل پروازونه متوقف کړي دي.
محلي رسنیو همدارنګه یوه اعلامیه خپره کړې ده، چي نور د کابل څخه ملکي تجارتي پروازونه هم نه تر سره کیږي او خلګ نباید هوايي میدان ته ولاړ سي.
آ./م.ق./ا.ا.