طالبانو پر بهرنيو ځواکونو د بیا بریدونو ګواښ وکړ
۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعهپه داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر په یوه خبري غونډه کې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو اخراج ستونزمن وباله، طالبانو بیا د نه وتلو په صورت کې په افغانستان کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو د بریدونو ګواښ وکړ.
د تیر میلادي کال په فبروري میاشت کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوي توافق له مخې امریکا ژمنه کړې چې د روان کال د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې «دوی اړ کیږي چې…د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې جهاد او مسلحې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي.»
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د مسکو تر غونډې وروسته اوس ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه بله ستره غونډه راوبلل شي. په دې ترڅ کې ویل کیږي چې د ترکیې په غونډه کې به سترې او مهمې پریکړې وشي.
دوې ورځي مخکې دوو لوپوړو افغان چارواکو ويلي ول چې ولسمشر غني به په ترکيه کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې د شپږو میاشتو په موده کې د مخکې له وخته ټاکنو وړاندیز وکړي چې دا به د امریکا د طرحې له پاره د غني بديله حل لاره وي. خو طالبانو بيا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۴) د غني دغه احتمالي طرحه رد کړه.
طالبانو ويلي چې ټاکنو مخکې هم افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی.