1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز او غزني کې بريدونو ډېره مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

د افغان امنيتي ځواکونو لس غړي د شپې له خوا په کندوز کې د طالبانو له خوا پر پوستو باندې په بريدونو کې وژل شوي دي.‌ دغه خبره افغان چارواکو تاييد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3nxRF
Afghanistan | Afghan forces retake control of Aachin district from the Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

د کندوز د ولايتي شورا درو تنو غړو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې په دغو تازه بريدونو کې سربېره پر وژل شوو کسانو ۱۱ نور امنيتي کسان ژوبل شوي هم دي.

دغه بريدونه د شپې له خوا د امام صاحب په ولسوالۍ کې شوې دي.

په دې ترڅ کې په غزني کې اووه عسکر ټپيان شوي دي. د چارواکو په حواله دغه امنيتي ځواکونه د طالبانو له خوا په چاودېدونکو موادو پر يوه ډک شوي موټر باندې تر ډزو وروسته ژوبل شول.

د دغه ولايت وياند، وحيد الله جمعه زاده وويل چې وسله والو له بېلابيلو لورو څخه پر امنيتي اډو بريدونه وکړل، خو دغه بريدونه د هوايي‌ ملاتړ په مرسته پر شا وتمبول شول.

د جمعه زاده په خبره يو ملکي کس په دغه بمي بريد کې وژل شوی هم دی. سره له دې چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په هکله خبرې دوام لري، خو په افغانستان کې شخړه لا جاري ده. طالبانو تر دې دمه د اوربند له منلو څخه انکار کړی دی.

dpa/ن ص/ن ز