عباس ستانکزی: د اشرف غني حکومت د سولې اصلي خنډ دی
۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعهد افغانستان د رسنيو له خوا د يوه خپاره کړي ويډيويي کليپ له مخې هغه ويلي چې «که اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او د سولې او نوي حکومت له پاره... قرباني ورکړي، موږ يوه نوي حکومت ته حاضريږو. د همدې دپاره مذاکره کوو.»
ستانکزي همداراز په دغه خبري ناسته کې ادعا کړې ده چې د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی بشپړ صلاحيت نه لري. ستانکزي ويلي دي: «يوازنی بند (خنډ) د سولې په وړاندې اوسمهال د اشرف غني اداره ده.»
د هغه په خبره، د اشرف غني ټيم په ناټو او امريکا کې د قدرت د تداوم له پاره لابي ګري کوي. د افغانستان دولت تر اوسه په رسمي توګه غبرګون نه دی ښودلی. د اشرف غني په مشرۍ حکومت تل د جمهوري نظام د ساتنې او د ټاکنو د لارې د قدرت پر لېږد ټينګار کوي چې هر ډول د موقت حکومت د تشکيل طرح يې تېر مهال ته بيا ستنېدل بللي دي.
د طالبانو غړي که څه هم تر مخه پر يوه «اسلامي نظام» ټينګار کړی، خو په دې صراحت يې د يوه نوي حکومت د راتللو او د ولسمشر اشرف غني د استعفا په هکله خبرې نه وې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ظاهراً د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې تر منځ مذاکرات پڅ پر مخ روان دي. د افغانستان د دولت استازو ويلي چې د يو څو ورځو راهيسې طالبان رسمي ناستو ته حاضر شوي نه دي.
دويچه ويله دري/ن ص/ب ص