1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق په اړه د طالبانو د مشر فرمان

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۳, دوشنبه

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزاده، د يوه نوي فرمان په صادرولو سره د کورنيو چارو وزات ته امر کړی دی چې انساني قاچاق کوونکي دې وپيژني، ویې نيسي او پوځي محکمو ته دې یې وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4oVaA
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر د حج او اوقاف او اطلاعات او کلتور وزارتونو څخه هم غوښتنه کړې ده چې خلکو ته د انساني قاچاق د خطرونو په اړه عامه پوهاوې ورکړي.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو مشر هيبت الله اخوندزاده، د يوه فرمان په صادرولو سره دولتي بنسټونو ته امر کړی دی چې په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي.

د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال حمدالله فطرت، د يکشنبې په ورځ وويل چې دا فرمان د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کوي چې انساني قاچاق کوونکي وپيژني او په نیولو سره یې پوځي محکمو ته وړاندې کړي. 

د دې فرمان پر اساس به هغه قاچاقبران چې له بې وزله افغانانو سره له هيواد د وتلو په برخه کې په مرسته کولو هغوی استحصالوي، له يوه تر دريو کلونو پورې بند سزا باندې محکوم شي. قاچاق کوونکي معمولاً دا کسان پر خطرناکو لارو له هېواده دباندې انتقالوي.

حمدالله فطرت، وويل چې د دې فرمان له مخې به د انسانانو قاچاق کوونکي په لومړي ځل د يوه کال، په دويم ځل د دوو کلونو او په دريم ځل د دريو کلونو بند په سزا محکوم شي.

د طالبانو مشر د هېواد د دفاع وزارت څخه هم همدا راز غوښتنه کړې ده چې په سرحدونو کې د انساني قاچاق مخه ونسيي او قاچاق کوونکي تر نیولو وروسته د کورنيو چارو وزارت ته وسپاري.  

اړونده موضوغ: اروپایي پولیسو د انساني قاچاقبرانو یوه ستره شبکه لمنځه وړې

د طالبانو مشر همدا شان د حج او اوقاف او اطلاعات او کلتور وزارتونو څخه هم غوښتنه کړې ده چې خلکو ته د انساني قاچاق د خطرونو او د هغه د پایلو په اړه عامه پوهاوې ورکړي.

افغانستان په بهر کې د کډوالو ستر نفوس لري، په ځانګړي توګه په ګاونډيو هېوادونو کې او اټکل کيږي چې ۵،۷ ميليونه افغانان په خارج کې په ځانګړي توګه په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي.

د څو لسیزو جګړې يو شمير افغان دې ته مجبور کړي دي چې خپل هېواد پريږدي. د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له لوري د قدرت ترلاسه کول له افغانستان څخه د مهاجرت د يوې بلې څپې باعث شول او په سونو زرو کسان له هېواده ووتل.

هرات زلزله ځپلي؛ بې کوره ژمی تیرول سخت دي

د مهاجرت د نړيوال سازمان «آی او ام» په حواله په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو راهېسې د دغه هېواد وګړي د يو شمير ننګونو سره مخامخ دي چې پر نورو سربیره پکې سياسي او اقتصادي ناامني پکې شامله ده. همدا شان په دغه هېواد کې په ځانګړي توګه د ښځو حقونه او آزادۍ محدودې شوي دي.

طبيعي ناورینونه لکه خونړۍ زلزلې او سېلابونه هم د دغه هېواد د خلکو د کړاو او د مهاجرت نورعوامل دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber