امریکا افغانستان سره خپلې مرستې له بندیزونو مستثنی کړې
۱۴۰۰ مهر ۳, شنبهد امریکا متحده ایالاتو د ماليې وزارت د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۴ نیټه) رپوټ ورکړی دی، چې په دې ترتیب د دې هیواد حکومت مرستندویه بنسټونو او نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکوي، څو د مرستو په استولو او نورو بشري فعالیتونو سره، په افغانستان کې د بنسټیزو اړتیاو د ملاتړ په برخه کې ونډه واخلي.
د دې پریکړې په اساس په مشخصو برخو کې د بیلګې په توګه «د مصرفیدونکو توکو، درمل او طبي وسایلو صادرلو ته» اجازه ورکول کیږي.
د امریکا د عدلیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنترول چارو د څانګې مشر اندرئا ګاکې ټینګار کړی دی چې د امریکا حکومت غواړي چې د سخت دریځه طالبانو، حقاني شبکې او په افغانستان کې د نورو شبکو پر وړاندې خپل بندیزونه عملي او په خپل حال وساتي.
افغانستان د کلونو راهیسې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ، په همدې منځ کې په دغه هیواد کې تر پنځه کلنې د کم عمر لرونکو ماشومانو نیمایې یې د ولږې له ګواښ سره مخامخ دي.
سربیره پر دې چې دغه هیواد له شدیدې وچکالۍ څخه رنځ وړي، د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي یوه اقتصادي بحران ته هم ور ټیل وهل شوی دی.
طالبان د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق(IWF) امکاناتو ته لاسرسی نه لري او واشنګټن د طالبانو پر حکومت خپلې مالي مرستې بندې کړي دي.
په دې توګه په افغانستان کې نوی حکومت د معاشاتو د ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی او نه شي کولی چې د خوراکي توکو بیې چې ورځ تر بلې مخ پر لوړیدو دي مخه ونیسي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.ا