ملا يعقوب په لومړي ځل په رسنيو کې راڅرګند شو
۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبهملا محمد يعقوب چې د طالبانو د بنسټ ايښوونکي او د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې د دغه ډلې د واکمن ملا محمد عمر زوی دی، نن چهار شنبه د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون کې په لومړي ځل د رسنيو په حضور کې يوې غونډې ته وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې وويل چې په هېواد کې د لسیزو جګړه اوس پای ته رسېدله ده او پر سوداګرو یې په افغانستان کې د پانګونې غږ وکړ. هغه همدا راز پر ډاکترانو هم غږ وکړ چې په هيواد کې د ناروغانو ښه خدمت وکړي څو په راتلونکې کې افغانان بهر ته د درملنې له پاره تللو ته مجبور نه شي.
په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د طالبانو دغه ځوان پوځي مشر خپلو جنګيالو ته لارښوونه کړې وه چې د افغان حکومت او امنيتي ځواک غړيو ته دې زيان نه رسوي او د هغوی له کورونو او ملکيتونو دې ليرې واوسي.
ملا يعقوب په دې منځ کې ويلي دي چې پر طالبانو د افغانانو پر ضد د جګړې له کبله نيوکې کيدلې او پر هغوی د نورو هيوادونو له پاره د نيابتي جګړې د پر مخ وړولو ټاپې لګول شوي، خو هغه وويل چې دوی د افغان امنيتي ځواکونو د له منځه وړولو پرته چې د امريکا د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيدل، د«اشغالګرو» پر ضد جګړه پر مخ نه شوای وړلی.
هغه وويل: «موږ د هغوی [افغان امنيتي ځواک] د له منځه وړولو پرته د امریکا اډو ته نه شو رسېدلی او د اشغالګرو پر ضد مو جهاد نه شو کولی.»
ب. ص/ ن .ز (dpa)