آلمان غواړي خطر پيښوونکي مهاجر بیرته سوریې ته اخراج کړي
۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبهد بادن ورتمبرګ ایالت د کورنیو چارو وزیر توماس شتروبل، د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «تر کومې اندازې چې حقوقي موانع نه وي مونږ به له آلمان څخه د دا ډول کسانو د ايستلو له پاره خپل ټول توان پکار واچوو. دا موضوع د هغو کسانو په هکله هم صدق کوي چې له سوریې څخه زمونږ هیواد ته راغلي دي.»
په آلمان کې شاوخوا ۹۰ تنه سوریایي اتباع د خطر پيښوونکو اسلامپالو په توګه پيژندل شوي دي.
د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن، هم ورته څرګندونې کړي دي: «هغه کسان چې زمونږ په هیواد کې د درنو جرمونو مرتکب کیږي او یا ګواښونکی چلند لري، نه شي کیدای چې له مونږ سره حفاظت او پناه ترلاسه کړي.»
نوموړي زیاته کړې ده چې نباید د بشارالاسد له رژیم سره د دیپلوماتيکو اړيکو درلودلو په خاطر د دوی (سوریایي مهاجرو) له اخراجولو څخه تیر یا منصرف شو.
د زاکسن ایالت د کورنیو چارو زویر رونالد وولر، غوښتنه کړې ده چې د اردن یا لبنان د حکومت له لارې دې د سوریې له حکومت سره تماس ټينګ کړای شي.
نوموړی سوریې ته په انفرادي ډول اخراج یو اړين کار بولي، ځکه په وینا یي خطر پيښوونکي او د درنو جرمونو ترسره کوونکي باید ونه ساتل شي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د شلیزویګ هولشټاین او هسن ایالتونو هم په دې برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي دي. همدرانګه د براندنبورګ، مکلنبورګ فورپومرن، زارلنډ او زاکسن انهلت د کورنیو چارو وزارتونه هم د سوریایي مهاجرو د اخراج مهلت تر پای ته رسیدو وروسته پر اقداماتو غور کوي.
د «ولټ ام زونټاګ» په حواله د برلین، بریمن، هامبورګ او نیدرزاکسن ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونه چې په رأس کې یي د سوسیال دیموکرات ګوند غړي قرار لري، تر اوسه پورې د سوریایي مهاجرو اخراج ته زمينه مساعده نه بولي.
د دې ورځپاڼې د رپوټ پر اساس، د تورینګن او راینلنډفالتس ایالتونو د کورنیو چارو وزیران چې د زرغون ګوند غړي دي سوریي ته اخراج په قاطعانه ډول ردوي. د آزاد دیموکرات ګوند څخه د نورد راین وستفالت ایالت د ادغام د چارو مسئول یواخیم سټامپ، تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.