سویډن: د قران کریم سوزونکی د بند په سزا محکوم شو
۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبهیوې سویډنۍ محکمې یو ښي اړخی افراطي فعال په ۲۰۲۲م کال کې د دوو مظاهرو پر مهال د مسلمانانو پر ضد کرکې ته د هڅونې په تور په څلور میاشتې بند محکوم کړی دی.
راسموس پالودان په ۲۰۲۲م کال کې په مالمو کې د اسلام ضد مظاهرې په لاره اچولې وې چې په هغې کې دی د قران کریم یوې نسخې ته د اور اچولو پر مهال لیدل شوی و.
سویډني محمکې د خپلې پریکړې د اعلانولو پر مهال وویل چې د دغو مظاهرو پر مهال د مسلمانانو، عربانو او د افریقایي هیوادونو د خلکو پر وړاندې تحریک کوونکي څرګندونې شوي دي.
قاضي نکلاس سودربرګ د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۵ نیټه) په ورځ یوه اعلامیه کې وویل: «په عامه محضر کې نیوکه کول جواز لري، د بیلګې په توګه د اسلام او مسلمانانو خلاف انتقاد کول سم دی، خو د خلکو د یوې ډلې سپکاوی، باید د اړونده او با مسئولیته خبرو اترو له حد څخه په څرګند ډول تیری ونه کړي.»
نوموړي زیاته کړه: «په دغو پيښو کې دا ډول هیڅ بحث نه و. د دې پر ځای، د څرګندونو هدف یوازې د مسلمانانو بدنامول او هغوي ته سپکاوی کول وو.»
د افراطي ښي اړخی فعال راسموس پالودان دغه مظاهرې په سويډن کې له شوې یوې بلې پښې ډیرې مختلفې وې، چیرې چې په ستاکهلم کې یوه عیسوي عراقي پناه غوښتونکي هم قران کریم ته اور اچولی و.
پالودان به د پریکړې پر ضد اعتراض وکړي
پالودان پخپله هم د مسلک له پلوه وکیل دی او هغه ویلي دي چې د سه شنبې ورځې د دې پریکړې له کبله حیرانه نه دی. سويډني ایکسپریسن ورځپاڼې د هغه په حواله لیکلي دي: «د دې اټکل کیده. موږ به ]د دې پریکړې[ پر ضد عریضه وکړو.»
ډیر ښي اړخی فعال بالودان د سویډن او ډنمارک دواړو هیوادونو تابعیت لري. نوموړي ته تر دې مخکې هم دې ته د ورته تورونو په ترڅ کې سزا اورول شوې وه.
په هغه وخت کې هم نوموړي د خپلې بې ګناهۍ ادعا کړې وه او د هغې پریکړې پر ضد یې د عریضې کولو اراده درلوده.
د قران کریم سوزولو دې پریکړې په ځانګړي توګه د سویډن اوترکیې ترمنځ اړیکې پیچلې کړې وې او انقرې تر څو میاشتو پورې ګواښونه کول چې په ناټو کې د سویډن د شاملیدو کوښښونه به ناکامه کړي.
ترکیې ویلي وو تر هغې پورې چې سویډن د PKK پورې اړوند کُردي یاغیانو د سرکوبه کولو له پاره د اقداماتو ژمنه نه وي کړې، تر هغې پورې به په ناټو کې د سویډن شاملیدل وځنډول شي.
خو وروسته یې بیا خپله ویټو بیرته واخیستله او سویډن خپل غړیتوب ترلاسه کړ.
آژانسونه: ش.ن/ س.ر