1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه مین مرغه د څو اورګاډو د تګ مخه نیولې وه

۱۳۹۹ دی ۹, سه‌شنبه

په آلمان کې یو قو هغه مهال د په لسونو اورگاډو د تگ راتگ خنډ شوی چي د خپلې جوړې د مرګ له کبله د اورګاډو پر پټلۍ يې ویر کاوه. چارواکو ویلي دي چې د مرغه د لیرې کولو له پاره یې ځانګړی ټیم رابللی وو.

https://p.dw.com/p/3nKTS
Schwan blockiert ICE-Strecke in Hessen
انځور: Bundespolizei/dpa/picture alliance

د آلمان پولیس وايي چې یوه قو (هیلۍ ته ورته اوږد غاړی مرغه) د خپلې جوړې د مرګ له کبله د اورګاډو پر پټلۍ یو ساعت ویر کړی او له هغې ځایه نه لیرې کید.

دغه مرغه د نژدې ۲۳ اورګاډو د تګ راتگ مخه نيولې وه. د چارواکو په خبره، د یاد مرغه د لیرې کولو له پاره دوی د اور وژونکو ډلو او نورو ځانګړو ټیمونو مرستې ته اړ شوي دي.

د آلمان د کسل ښار د پولیسو په وینا، دوه قونه د دغه ښار او ګوټینګن ښار ترمنځ د چټکو اورګاډو د پټلۍ پر سر د تیریدو په حال کې ول چې ښايي یو يې د برېښنا په مزو کې د بندښت له کبله خپل ژوند له لاس ورکړی وي.

د پولیسو د یوې خبرپاڼې په حواله، دغه پېښه د روانې دسمبر میاشتې پر ۲۳مه نیټه رامنځ ته شوې خو د پیښې جزئیات د دوشنبې په ورځ خپاره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ژوندي پاتي شوي قو د خپلې جوړې د مرګ له کبله یو ساعت په سیمه کې ویر کړی او د اورګاډي پر پټلۍ ناست وو. چارواکو ویلي دي چې دوی هڅه وکړه څو دغه مرغه له دې ځایه لیرې کړي، خو مرغه ورسره مقاومت کړی وو چې له کبله یې د لسونو اورګاډو د تګ مخنیوی شوی دی.

د پولیسو د اعلامیې له مخې، د مرغه د لیرې کولو له پاره اور وژونکې ډله او یو بل ځانګړی ټیم سیمې ته د مرستې له پاره راغوښتل شوي وو او اورګاډي د شاوخوا ۵۰ دقیقو له پاره متوقف شوي ول.

د چارواکو په خبره، دغه مرغه تر هغه وخت پوري له سیمي و نه وت، تر څو چې د جوړې جسد يې له سیمې څخه نه وو انتقال شوی.

اعلامیه زیاتوي چې ژوندي پاتې شوي قو ته زیان نه دی اوښتی او سیمې ته نیږدې په یوه سیند کې آزاد شوی دی.

د مرغانو د ساتنې په برخه کې د بریتانیا د یوې شاهي ټولنې د معلوماتو پر اساس، قو مرغان د خپل ژوند ملګري ته ډیر وفادار وي او په خپل ژوند کې یوازې یو ملګری پیدا کوي.